خبریال: میرویس جلالزی- په کابل کې د اندراګاندي په نامه د ماشومانو د درملنې تر ټولو لوی روغتون له نویو او لویو ستونزو سره مخامخ شوی دی.
د رپوټونو له مخې دغه روغتون ته د ورځې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ پوري ناروغ ماشومان راوړل کیږي په داسي حال کې چې روغتون نه کافي دارودرمل لري، نه هم ډاکټران او نه د ناروغانو د ساتلو لپاره کټونه او نور اړین وسایل.
د دغه روغتون یوه معالج ډاکټر د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط تاند ته وویل چې دوی حتی د اکسیجن له کمښت سره هم مخامخ دی چې هره شېبه ناروغو ماشومانو ته په کار دی.
په اندراګاندي روغتون کې نږدې په هر کټ درې ماشومان پراته دي، له هرو دریو یو تن یې په ډیره سختۍ سا اخلي، نرسان هڅه کوي چې د ماشومانو د درملنې لپاره معالج ډاکټران را وغواړي خو ډاکټران د ډیرې بوختیا له کبله نه شي کولای پر وخت ناروغو ماشومانو ته ځان ورسوي.
ویل کیږي، په روغتون کې پر تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمیره وار په وار په زیاتیدو دی اود هوا د ککړوالي له کبله په سلهاوو ماشومان هره ورځ د درملنې لپاره ورته راوړل کیږي چې د ځینو د پاتي کیدو امید یې ډیر کم دی.
په اوس وخت کې په دغه روغتون کې یوازي د ۳۵۰ ماشومانو د درملنې لپاره کټونه او نور امکانات شته په داسي حال کې چې د بستر شویو ناروغو ماشومانو شمیره تر ۵۵۰ هم لوړه دی.
د یاد روغتون د رییس نورالحق یوسفزي په وینا هره ورځ نږدې یو زر او درې سوه ماشومان د ډاکټرانو له لوري کتل کیږي او ورته د دارو درملو توصیه کیږي او دا چي د ناروغانو شمیر زیات دی بله چاره نشته پرته له دې چې دوه او درې ماشومان په یوه کټ پرې ایستل شي.
د اندراګاندي روغتون ته حتی د ملک له لري پرتو ولایتونو هم ناروغ ماشومان را وړل کیږي خو د ډاکټرانو په وینا د خدماتي پرسونل، دارودرملو، طبي امکاناتو او نورو اړینو وسایلو کمښت د دې لامل شوی چې دوی د ناروغانو ستونزو ته په سمه توګه رسیدګي و نه شي کړای او تر څنګ یې یو شمیر ماشومان تلف شي.
په دغه روغتون کې اوس مهال نږدې درې سوه تنه خدماتي پرسونل د ډاکټرانو او نرسانو په ګډون کار کوي.
محمد طاهر د کندوز له امام صاحب ولسوالۍ څخه دغه روغتون ته خپل زوی راوړی او وایي چې هلته ډاکټرانو ورته د طبي وسایلو د نشتون له کبله توصیه کړې چې خپل دوه کلن ماشوم د اندراګاندي د ماشومانو روغتون ته راوړي.
هغه وايي، له اتو ساعتونو سفره وروسته کابل ته رسیدلی و کله چې کابل ته راتلل نه یوازي دا چې د خپل ماشوم په اړه یې تشویش درلود بلکې د ځان امنیت یې هم په خطر کي لیده.
د منصور په نامه یو بل پلار چې خپل ماشوم یې دغه روغتون ته راوړی شکایت لري چې ډاکټران نه له دوی سره سمه رویه کوي او نه هم دارو درمل شته چي ناروغانو ته يې ورکړي.
هغه وايي، ډاکټران په دیره بې نزاکتۍ ناروغان سرسري ګوري او پرته له دې چې د دارو درملو او د ماشوم د راتلونکي په اړه فکر وکړي ماشومان تر رغېدو مخکې په زور له روغتون څخه رخصتوي.
هغه وایي ډاکټران ډیر بې پروا دي او هیڅ راز قوانینو ته درناوی نه لري.
یوه بل پلار چي خپل زوی یې له بدخشانه راوړي، وايي چې ډاکټران یې د زوی د ناروغۍ په تشخیص نه پوهیږي او له کله نه چې دوی دغه روغتون ته راغلي د ماشوم حالت یې نور هم خراب شوی او دا به ښه وي چې زوی یي ومري د دې په ځای چې دلته ورته ډاکټران سرخوږی جوړوي او سپکې سپورې ورته کوي.
خو د روغتون مشر ډاکټر یوسفزی بیا وايي چې روغتون یې په عصري طبي وسایلو سمبال دی او ډاکټران هم ښه روزل شوي دي.
هغه وايي چې د دوی د ناروغانو د مړینې شمیره په ورځ کې د پینځو او شپږو تنو تر منځ ده .
د اندراګاندي روغتون په ۱۹۶۶ کال د هند د دولت په مرسته ورغول شو.
د عصري روغتونونو نشتون، د معیاري لابراتوارونو کمښت، د متخصصو ډاکټرانو او عصري وسایلو نشتون او همدا راز د با کیفیته دارو درملو نه موجودیت هغه څه دي چې هر کال په زرګونو افغانان بهر ته د تداوۍ لپاره اړ باسي او له دغې برخې د هند او پاکستان په ګډون د سیمې یو شمیر نور هیوادونه په ملیونونو امریکايي ډالر له افغانانو څخه تر لاسه کوي.