تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: د کابل چمتلې سیمه کې د برښنا شرکت ۶ کارکوونکي د یو ماین چاودنه کې ژوبل شوي چې د دوه انجنیرانو وضعیت خراب ښودل شوی دی.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي تاند ته پېښه تایید کړه او وايي، دغه شپږ کسان تخنیکي مامورین وو او د چمتلې په سیمه د بریښنا د خرابۍ د ترمیم لپاره تللي وو چې د ریموټ کنټرول ماین ښکار شوي دي.
نوموړی وايي، په سیمه کې یې په کارکوونکو بله چاودنه هم شوې ده خو چاته یې زیان نه دی رسولی: (( وسله والو تېره شپه د چمتلې په سیمه کې د برېښنا ستن ته بمونه ایښي وو چې چاودنې یې د ستنې تهدابونه تخریب کړي وو، خو د بریښنا جریان یې قطع نه کړای شو، زموږ ټیم د همدغې پایې د رغاونې لپاره تللی و چې چاودنه پرې شوې ده.))
تر دې شپږ ورځې وړاندې هم طالبانو د کابل په میربچه کوټ کې د وارداتي برېښنا یوه ستن په بمونو تخریب کړه چې په تړاو یې د کورنیو چارو وزارت د دغې ډلې ۶ غړي ونیول او لا هم پلټنې ترې روانې دي.