تاند، دوشنبه، د میزان اوله: په افغانستان کې د نړیوال بانک د څانګې پخوانی رئیس ویلیام برډ د افغان حکومت او بهرنیو مالي مرستندویانو ترمنځ د اختلافاتو خبر ورکړی دی.
د ښاغلي برډ په خبره، د افغان حکومت او نړیوالو مرستندویانو تر منځ د اختلاف لوی لامل دا دی چې حکومت ورته یو طرفه وړاندیزونه ورکوي.
د ویلیام برډپه خبره اختلافات هغه مهال پیل شول چې افغان حکومت په یو طرفه ډول د اقتصادي ودې لپاره په نړیوالو کنفرانسونو کې وړاندیزونه وکړل او ولسمشر غني په ناڅاپي ډول په کلیدي وزارتونو لکه مالیه وزارت، سوداګرۍ وزارت، کانونو وزارت او نورو کې تغییرات راوستل او دا بدلونونه د ټاکنو په رارسېدو سره اصلاحات نه بلکې سیاسي وانګیرل شول.
نوموړی وايي، دا اختلافات د جنیوا کنفرانس کې د ۲۰۱۸ کال د نوامبر له میاشتې راپيل شول.
ویلیام برډ په خپله یوه تازه لیکنه کې د تدارکاتو پر کمېسیون د امریکا نیوکې ته په اشاره ویلي، د تدارکاتو کمېسیون هر څه متمرکز کړي دي او دا کار فساد هم متمرکز کوي.
نوموړي ویلي، د افغان حکومت لپاره ښه لاره دا ده چې د وزارتونو له سیاسي کولو لاس واخلي او د جامع اقتصادي پلان له مخې مخته ولاړ شي.