تاند، یکشنبه، د قوس ۳ مه: نن ماښام د کابل د نهمې ناحیې په اړوند سیمه کې د ملګرو ملتونو پر موتر چاودنې یو بهرنی وګړی وژلی او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، چې د ملګرو ملتونو پر اړوند موټر نن ماښام ۶:۲۰ د لاسي بم برید شوی، چې په کې یو بهرنی وژل شوی او د دوه افغان کارکوونکیو تر څنګ ۳ بهرنیان په کې سرسري ټپیان دي.
د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی خو دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او امریکا د طالبانو سره د بندیانو له تبادلې وروسته د تاوتریخوالي د راکمیدو هیله ښودلې وه.
د یوناما پرضد د بې ثباتۍ د ډلو مشرانو لکه محقق او دوستم لا پخوا خپل زشت نیت اعلان کړی وو، بنا پداسې حالاتو کې د بې ثباتۍ او فاطمیونو ډلې باید وڅارل شي.