تاند، شنبه، د عقرب ۲۵مه: په کابل کې د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو حاصلاتو د خوندي کولو تر ټولو لویه سړه خونه جوړه شوه چې په یو وخت به ۵ زره ټنه تازه میوه په کې ساتل کېږي.

د دغې سړې خونې څښتن حبیب رضايي تاند ته وايي، په دې سړه خونه کې یې سر له اوسه ۲ زره ټنه مڼې خوندي کړې دي او کولای شي چې په همدې سړه خونه کې زرګونه ټنه میوه تر شپږو میاشتو پورې وساتي.

د رضايي په خبره په دې سړه خونه کې رومي بانجان تر ۲ میاشتو، انګور تر ۳ میاشتو، خو مڼې او مالټې تر ۶ میاشتو ساتلو وړ دي.

دا په داسې حا لکې ده چې افغانستان د کرنې وزارت د ارقامو له مخې هر کال یو نیم میلیون ټنه تازه میوه تولیدوي، خو د ساتلو لپاره یې په کافي اندازه مناسبې سړې خونې او ځایونه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *