تاند، ځانګړی راپور، سه شنبه، د میزان ۲مه: له ګڼې ګوڼې ډک کابل کې چې هر وګړی یې په شنه منډه د خپلو کارونو په خلاصولو پسې ګرځي، دغه راز د دستکولونو او موبایلونه غله هم په یو ترپ او بل خرپ کې د خلکو له لاسه موبایل کش کوي او تښتي، خو څوک یې مخه نه شي نیولای.

خلک وايي، د موبایلونو د غلو له لاسه په کابل کې څوک د سړک پر سر په موبایل نه شي کولی نه هم له جیبه قیمتي موبایل را ایستلی شي، ځکه هره لحظه د موبایلونو د غلو د ښکار کېدو امکان ویني.

موبایل چې اکثره مهال ډېر قیمتي وي، خو خلک یې د غلا شکایتونه ډېر ځکه امنیتي حوزو ته نه وړي، چې پولیس هم په دې تړاو د خلکو په وینا یا بې تفاوته وي یا د غلو سراغ نشي را ایستلی.

بلخوا د کابل پولیس وايي، دوی ته زیات شکایتونه نه ورځي خو بیا هم د سږ کال له پيله تر اوسه دوی د موبایلونو او نورو اموالو د غلا ۱۷۴ دوسیې ثبت کړي دي او ۱۲۷ پېښو ته یې رسیدګي شوې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته وايي، د دغو پېښو او نورو غلاو په تړاو یې ۱۹۰ کسان نیولي دي: (( د سنبلې د میاشتې له اولې نېټې څخه ۲۲ پېښې د غلا اړوند له موږ سره ثبت شوې دي چې ۱۶ یې څېړل شوې دي.))

نوموړی وايي، خلک که ورته شکایت وکړي، دوی به یې هم شکایت ته رسیدګي وکړي، خو ښاریان بیا وايي، د موبایلونو د غلاو پېښې زیاتېدل هغه څه دي چې پولیس پرې خبر دي، او تر ډېره یې پولیس شکایت هم نه اخلي.

د کابل اوسېدونکي ادعا کوي چې د کابل پل خشتي چوک د تښتول شویو موبایلونو د خرڅلاو بازار دی، دلته هر ډول قیمتي موبایل ډیری مهال د خلکو له لاسونو ترړول شوي وي پیدا کېږي.

خوکله چې مو د امنیه قومندانۍ له ویاند فردوس فرامرز سره په دې تړاو خبره شریکه کړه، نو ویې ویل، دوی نشي کولی چې د یو چا پر اوږه د موبایل د غله په نوم لاس کېږدي او ورته ووایي چې دا مو له چا څخه پټ کړی دی؟

نوموړی وايي، د پل خشتي جومات مخې ته ډیر مهال زاړه موبایلونه پلورل کېږي نه راتښتول شوي.

د موبایلونو د غلو تاکتیکونه:
نرګس محمدي په کابل کې د پوهنتون محصله ده، وايي په رڼا ورځ د سینما پامیر ساحه کې موټر ته ولاړه وه چې دوه موټر سایکل سپاره راغلل، یو موټرسایکل چلاوه بل ورپسې ناست او له ګوشکیو سره په لاس کې نیولی موبایل یې ترې کش کړ.

نوموړې وايي، خلکو هم ورسره مرسته ونکړه او غله وتښتېدل: (( دخلکو بې پروايي مې چې وکتله ډیره ناراحته شوم، یونیم خو راته وویل ته نجلۍ یې خپله لار دې وهه، د لارې پر سر چا موبایل را ایستلی؟))
سید نصر الله بیا د کابل احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکی دی او تاند ته کیسه کوي چې د شپې کور ته روان و، ناګهانه یې دوه کسان رامخې ته شول، ترې ویې پوښتل خپل موبایل او پيسې راکړه، نور کور ته ځه: (( پیسې یې راڅخه واخیستې، زوړ موبایل مې هم ورکړ، دوه لغتې یې هم راکړې چې په دې وخت کې هم داسې زوړ موبایل ګرځوې، نو موږ به اخر څه کوو؟))

کله مو چې د امنیه قومندانۍ ویاند ته وویل، دوی ولې د موبایلونو د غلا شکایت نه اخلي؟ یا یې پولیس ولې د موبایل د غلا پېښه بابیزه ګڼي؟

ښاغلي فرامرز وویل، دوی د سږ کال له پيله تر اوسه ۱۸ پولیس کارمندان د بې غورۍ او سهل انګارۍ له کبله له دندې لرې کړې دي، خو په وینا یې خلک هم کله کله د خپل غلا شوي موبایل پېښه عادي ګڼي او شکایت یې نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې دا مهال ځوانان عادي موبایل تر ۵۰ زره افغانیو ګرځوي او داسې ځوانان هم شته چې له یو لک افغانیو څخه لوړ قیمت لرونکی موبایل کاروي، خو ډیری کسان یې وايي، که یې موبایل غلا شي یا یې څوک ترې وغواړي، فقط دوی په موبایل کې ثبت شمېرو پسې خپه کېږي، نور دا ورته عادي مسئله ګرځېدلې ده.

2 thoughts on “کابل کې غله د خلکو له لاسه موبایل تښتوي، پولیس د خلکو شکایت ته خاندي”
  1. یو بل شکل یی هم د ټکسی د لاری غلا ده چی غله دوه یا دری تنه ټکسی کی تیار ناست وی او کوم کس چی څه ولری هغی ته تکسی کی ځای ورکوی او په مختلفو بهانو یی مصروف او خوځوی چی مبایل ،بکس جیبی او نور شیان تری واخلی بیا یی سمدستی کوزوی یی او ورته وایی ته بل ګاډی کی راشه یایی هم په وهلو د موټر نه غورزوی همداسی د ښځو نه د دستکولونو تښتول د ماشومانو او موټرسایکل سپرو له خوا چی په کراتو تکراریږی
    اوهمداسی ځینی مسؤلین په تلاشیو کی هم قیمتی شیان د کورونو څخه وړی چی بیا مالک ته یی په لاس نه ورځی
    دا ټول هغه موارد دی چی پولیس اونوروته شدیدا د توجه وړ دی او نباید غله او همکاران یی نادیده ونیول شی ،غله او مفسدین په ادارو کی د ننه او بهر باید و پیژندل شی او ټولنه یی له شر څخه په امان شی د پولیسووظیفه ده چی بی له شکایته هم باید جنایتکاران تعقیب او قانون ته وسپاری او فعلی کار یی کم او کافی ندی

  2. د تولو حوزه امرین له دی غلاو نه خپل حق اخلی. زه تاسو ته په خدای قسم خورم چی په یولسمه حوزه کی د جنایی حرمونو شعبه تول خیرخانه ولا غله پیژنی و یا یی خپلوان دی. زما بکسک له زر دالرو سره دری میاشتی مخکی غلو ووهه حوزه ته ورغلم عریضه می هم وکره. د غلا په ساحه کی امنیتی کامری هم وی. غلو موتر درلود چی دیر په آسانی سره نیول مبدل خو بیا هم قسم په خدای که چا هغه کامری هم چک کری وي. کم و چی د جنایی خلکو ما بندی کري چی ولی می عریضه کری. غله تول کابل کی حوزه ته حق ورکوي او آزاده خپل چکر وهي. دی ته وایی سنه خرکوسی او بی پوشتنی هیواد. تر هغو چی د حوزو امریتونه په پیسو پیرودل کیزی دا به مو حال وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *