تاند، دوهم تعقیب: د کابل د ننني ډله ییز وسله وال او موټر بم برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د برید هدف د دفاع وزارت اړوند یو دفتر و چې په وینا یې وسله بریدګر یې لا هم امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.
نن سهار شاخوا نهه بجې د کابل ۱۶ مې حوزې اړوند د ګل بهار ټاور ته نږدې له موټر بم برید وروسته له یو بل موټر نه کوز شوي وسله وال بریدګر په یوه نیمه کاره ودانۍ ننوتي چې له امنیتي ځواکونو سره لا هم په جګړه دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، سیمه د ترهګرۍ ضد خاصو ځواکونو لخوا محاصره ده او وسله وال بریدګر به ډیر ژر له پښو وغورځول شي.
د پیښې د وژل شویو په اړه لا معلومان نشته خو عامې روغتیا وزارت وایي، د کابل روغتونو ته د رسول شویو ټپیانو شمیر ۷۰ ته رسېږي چې د ښوونځي ماشومان هم په کې شامل دي.
خو بلخوا د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي وایي، برید کې هملته نږدې د یو ښوونځي ۵۰ زده کوونکي ټپیان دي.
دغه راز د شمشاد تلویزون د ۷ کارمندانو د ټپي کیدو ناتایید شوي خبرونه هم شته