تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۲مه: نن سهار د کابل قصبي سیمه کي موټر بم چاودنې ۷ تنه وژلي او ۷ نور یې ژوبل کړيدي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وايي، پېښه قصبې او د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه ټانک قسیم سیمه کې رامنځته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، په پېښه کې څو موټر هم سوځېدلې دي.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *