تاند، سه شنبه، د اسد ۲۲مه: د شمېرو په اساس دا مهال یوازې کابل کې ۵ نیم میلیونه انسانان اوسي او دوه میلیونه نور ورته هره ورځ تګ راتګ لري، خو د دغه ښار له پراختیا سره سره لا هم د عامه تشنابونو ستونزه پر خپل ځای پرته ده.
د کابل ښاروالي وايي، دا مهال ټول کابل کې ۳۲ عامه تشنابونه دي چې که حساب ورته وشي نو د هرو ۲۰۰ زره نفرو په سر یو تشناب رسېږي.
د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند وايي، په دې تړاو یې لنډ وخت کې نور اقدامات شاید دا وي چې شپږ بابه عامه تشنابونه نور هم ښار کې جوړ کړي، خو په دې برخه کې بله کومه لویه پروژه تر کار لاندې نشته.
که د کابل ښاروالۍ پر ارقامو حساب وشي نو ټول ښار کې موجودو تشنابونو څخه یې هرو دوه سوه زره کسانو ته یوازې یو تشناب رسېږي، په داسې حال کې چې د ښارونو له ودې سره هم مهاله باید د خلکو د تشناب ستونزه حل شي.
خو لیدل کېږي چې کابل کې بیا نه دې ستونزې ته حکومت پام کړی نه هم بل اړوند ارګان په دې تړاو د خلکود ستونزو غم خوړلی.
دا مهال کابل کې د عامه تشنابونو د نشتوالي له کبله مساپر، ښځې او ماشومان له ستونزو سره مخ وي چې له کبله یې ګڼ خلک اړ کېږي چې په خلاصه فضا کې حاجت رفع کړي.
کابل ښاروالي که څه هم په کل کې د ۳۲ عامه تشنابونو یادونه کړې، خو دا نه وایي چې ښځو لپاره یې ولې په اډو، عامه ځایونو او ادارو کې د تشنابونو ستونزه نه ده اواره کړې؟
دا ډیر آسانه کار دې مګر دی فساد له وجي او د ظرفیت نه درلودلو له وجي دولتی چارواکي په دغه شان کارونو کي پاتي راغلي د مثال په ډول هر جومات چي مخکني جوړ دي او یا هم نوي جوړیږي باید نظر د جومات لویوالي او د خلکو د تعداد له مخي په هر جومات باید حد اقل ۵ تشنابونه د نارینه وو لپاره او ۳ تشنابونه د ښځینه وو لپاره باید جوړ شي او همدا رنګه هر پترول پمپ باید یو جومات او ورسره تشنابونه هم ولري او همدا رنګه د موټرو تمځایونه باید د جومات، تشناب او پاکو اوبو تر څنګ باید نارینه انتظار ګاه هم ولري. د مارکیټونو څښتنان باید مجبور شي چي چي په مارکیټ کښي نظر د افرادو بیروبار ته باید هومره تشنابونه هم جوړ کړي. یعني دا کارونه یوازي شخصي خلک او سرمایه ګزاران جوړ کړي نه دولت. دولت باید صرف ترې څارنه وکړي دا کار خلک په خپله کوي مګر افسوس چي دولت نه افرادي ظرف لري او نه هم د کار صمیمیت. ومن الله توفیق