تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: د کابل امنیه قومندانۍ پولیسو یو کس نیولی چې غوښتل یې د کانالیزسیون له لارې د کابل د اسعارو د تبادلې مرکز، د شهزاده سرای ته د پیسو د غلا  په موخه دننه شي.

سرای شهزاده د افغانستان په کچه د پیسو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر او مهم ځای بلل کېږي، چې اوس مهال د کورونا ویروس د مخنیوي په پار بند دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تاند ته د دغه غل نیونه تایید کړه او وايي، تېره شپه یو کس هڅه کوله چې ډېر په هوښیارۍ سره د کانالیزسیون له لارې دغه سرای ته دننه شي او پیسي غلا  کړي چې د پولیسو لخوا ونیول شو.

طارق ارین زیاتوي چې یاد کس له یو شمېر لاسي وسایلو سره د سرای شهزاده کانالیزسیون سلولونو ته دننه شوی او غوښتل یې چې د پیسو د راکړې ورکړې دغه لوی انګړ ته دننه شي، خو د پولیسو له لوري ونیول شوه.

نیول شوي کس منلې چې غوښتل یې سرای شهزاده ته د پیسو د غلا لپاره دننه شي.

شهزاده سرای چې د کورونا له وېرې له څو ورځو راهیسې تړل شوی، د صرافانو ټولنه یې وایي، له حکومت سره یې مشوره کړې چې په لنډو ورځو کې دا سرای بیرته د کورونا له جدي تدابیرو سره پرانیزي.

د صرافانو په وینا د صرافۍ بندیدو له کبله د پیسو راکړه ورکړه له ستونزو سره مخ شوې او دوی ته هم هره ورځ درانه مالي زیانونه اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *