تاند، پنجشنبه، اسد ۳مه:په کابل کې له نن سهار ۸ بجو او ۱۰ دقیقو راهیسې پرله پسې د دریو چاودنو راپور ورکړل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي، لومړۍ چاودنه د ۱۶مې حوزې ملي بس څلور لارې سره د کانونو وزارت په یو کاسټر شوې ده.

د وزارت د ویاند نصرت رحیمي په قول برید یو موټرسایکل چلوونکي له کاسټر موټر سره د ځان په ټکر کولو کړی دی

له دې پېښې وروسته همدې ځای کې دویمه چاودنه هم شوې ده.

دغه راز دریمه چاودنه د موټر بم وه چې د نهمې حوزې اړوند دسپیچري کې شوې ده.

عامې روغتیا وزارت دې پېښو کې تر اوسه د پنځو ښځو او یو ماشوم په ګډون د ۱۱ تنو د وژل کېدو او ۴۵ نورو د ټپي کېدو خبر تایید کړی دی.

طالبانو بیا دریمې چاودنې مسوولیت اخیستی .

One thought on “کابل کې ۳ پرله پسې چاودنې، ۱۱مړه، شاوخوا ۴۵ټپیان”
  1. د الله لعنت دې وي پر ټالیب او د دوي پر شان پرهر جاهل ، فرعون صفته مجاهل چې د الله ج مخلوقات په بېرحمۍ سره وژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *