ډيره موده ورسته ولسمشر بالاخره کابینه اعلان کړه چې ټول ولس ورته په بې صبرۍ سره انتظار کولو ددي انتظار مطلب دعام ولس دکابینې لپاره دا ندي چې ګواکي دوي دکابینې دوزایرانو سره شوق او علاقه لري چې څوک ددوي وزیر شي، ولس چې کابينه غوښتله چې ژر تر ژره اعلان شي هدف ېې دا وه چې ددوي په ژوند کې يو اندازه بدلون راشي، افغانستان ډير یو غریب هیواد دی چې د نړیوال بانک د راپورنو په اساس دیو عادي تن عاید يې په یو ورځ کې د ۳ ډالرو نه کم دی چې په ۲۱ پیړۍ کې افغانستان دفقیر ترینه هیوادنو په قطار کې حسابیږي.
زمونږه جنګ او فقر دوه هغه ستری بدبختۍ دي چې افغانان ېې دکلونو راهسي تجربه کوي خو ددي ستونزو او مشکلاتو نه مو دوتلو لاره ځان ته معلومه نکړه د ا مسولیت زمونږ دافغانانو دي او ورسره باید موږ افغانان مبارزه وکړو.
دا چې زمونږ حکومت یو سیاسي ګوند نه رهبري کوي او یا هم دسیاسي ګوند له لوري جوړ شوي ندي نو دا هم ډيره مشکله ده چې دحکومت په کړنو دي نظارت وکړۍ شي. د فعاله او قانوني آپوزییسون نشتون یو ستره ستونزه ګڼل کیدۍ شي ترڅو چې دحکومت په کارنو نظارت نه وي نو دا ډول ستونزې به ولس زغمي او یا به هم ورسره لاس او ګریوان وي. بې نظارته حکومت که هرڅه غواړي کوي به یي. نو تاوان او ضرر به ېې حکومت سره سره ولسه ته هم په مستقیمه توګه رسيږي.
دکابینې اعلان یو غیر معمول کار وو چې باید حکومت وخته کړي وي. خو دا چې حکومت ونه توانیدو چې کابینه ژر اعلان کړي دا بیل بحث دی اوس کابینه اعلان شوي او دافغانستان دنافذه قوانیونو په بنیاد وزیران باید خپله داعتماد رایه د پارالمان نه واخلي او په خپلو کارنو کار پیل کړي.
که څه هم په قانوني لحاظ دا دپارالمان دوکیلانو مسولیت جوړیږي چې دپرګرام په اساس او دپوهې او پلان او استراتیژۍ په اساس یو کاري شخص منیحث د وزیر ته د اعتماد رایه ورکړي او هم خپله د پارالمان وکیلان دولس دغوښتنو په بنیاد په هغوي جدي نظارت او دکارنو ېې راپور ولس او حکومت ته ورکړي.
په ورته وخت کې یو تعداد اشخاصو ددي کابینې دجوړښت سره جدي غبرګون وښودلو د کابینې د اعلان سره جوخت یو تعداد خلک وایي دکابینې جوړښت ډير غیري نورمال جوړښت دی پدي کې فلاني ولایت ته کمه او فلاني ته هیڅ وزارت نشته او هم دسمتونو او حتې دولایتونو کې دقوم په بنیاد دعوي روانې دي چې ولې فلاني ولایت کې فلاني ته وزارت ندي ورکړل شوي، یو تعداد خو په سمتونو افغانستان تقسیم کړي او وايي چې فلاني سمت ته وزارت ندي رسیدلۍ او هم فلانۍ سمت بې برخې پاتې شو.
په سوشل میډيا کې دا ډول نیوکي او دا ډول وړاندیزونه نوي خبره نده یو تعداد خلکو خو دخپلو مناطقو د پوهانو لسټ هم خپور کړو چې کابینه ګواکي له دي کسانو نه نده ټاکل شوي ؟
دا خبره واضحه ده دغه د تقسیم فکر په هغه وخت کې پیدا شو کله چې دملي یووالي ترنامه لاندي حکومت تشکیل شو په غټه کې دافغانستان دحکومت تشکیل ځيني سیاسي ستونزې لري دبیلګې په توګه په قانوني اساسي کې دبدلون ترمخه دملي یووالي دحکومت جوړښت چې يې دا پروسه دومره وځنډوله او هم ېې خلکو ته دومره دشکایت موقع په لاس ورکړه چې له حکومت نه سروټکوي..
په سیاسي لحاظ دا دحکومت مسولیت دي چې څوک ټاکي خو په اخلاقي لحاظ دا د ملت کار دي چې دحکومت دفیصلو نه ملاتړ وکړي او هم ېې بدرګه کړي، مشروط پدي چې کړنه قانوني او اصولو په بنیاد برابره وي، او هم که که نیوکه وي نو وړاندیز دي وکړي او په مدني لارو چارو دي خپل حقوق او خپله غوښتنه پداسي شکل مطرح کړي چې دیووالي او دهیواد دنافذه قوانینو مراعت وشي او کومه ستونزه جوړه نشي.
زما وړاندیز : په ټوله کې دا خبره واضحه ده چې دکابیني جوړښت دملي یووالي ترنامه لاندې حکومت دخپلو سیاسي ګټو په بنیاد کړي دي چې هرډول سرنوشت ته به جواب هم دوي ورکوي البته که هغه سمتونو باندي چې دا تقیسم په سوشل میډيا کې روان دي دا په اصلا کې دافغانستان په ګټه ندي مونږ ترهرڅه اوس یووالي ته ډيره اړتیا لرو ځکه زمونږ بنیادي ستونزي او مشکلات په شکل او رنګ کې یو ډول دي هغه ستونزه چې په کابل کې ده هغه په بدخشان او هرات او قندهار او زابل کې هم ده کوم غم چې په ننګرهار کې دي هغه غم په کندوز او بغلان کې هم دي ولس ډير بیچاره او په مشکل کې دي په ځاۍ ددي چې مونږ اوس مهال ددي مخالفت وکړو او د تقیسم په اړه فیصله وکړو زما نظر دادي چې که چیرې همداغه سیاسیون ،دمدنې ټولنې استازي، ژورنالستان، فرهنګیان، او عامه خلک کوم چې په سوشل میډيا کې دکابیني دجوړښت شکایت لري نو خپل وړاندیزونه او خپلې غوښتنې دي اړونده وزارتونو سره په مستقیم او رسنیو له لاري شریکې کړي.
دا به ډيره ښه وي او هم ددي وزیرانو مسولیتونه ورپه ګوته کړي او همدغه اتحاد چې اوس ېې په مخالفت کې راخیستي همدغه اتحاد دچارواکو نه دخپل حق دغوښتنې او دولس دسیاسي شعور دلوړولې لپاره په کار واچوي دا به زمونږ دهیواد او هیوادلو په ګټه وي.
دغه خبره که لږ نوره واضحه کړم په ځاۍ ددي چې اوس مونږ دملي یووالي دحکومت دوزارتونو په غم کې دومره شو چې راته انصاف نه ښکاري چې کوم وزارت دي چاته ورکړل شوۍ وي. نو ښه خبره داده چې د دفاع د وزارت لپاره جنرال شير محمد کريمي نومول شوى چې تر اوسه د پوځ لوى درستيزوو ترینه امینت او ثبات وغواړو، راځۍ چې دکورنیو چارو وزارت لپاره پخوانۍ جنرال نورالحق علومی نه امینت ثبات او دجرمونو خاتمه وغواړو.
دمالېې وزارت غلام جلانی پوپل نه په ګمرکنو کې دفساد خاتمه وغړو، او دښونې او رزونې وزارت ته ګل زلمي یونیسي نه ښونځيو کې کتابونه او وران ښونځي رغول شوي وغواړو،
دعامي روغتيا وزير نه روغتون کې ډاکټر طبي سهولیتونه او په لرو پرتو سیمو کې دصحت خدمات کلینکونه وغواړو.
د ترانسپورت وزیر نه بسونه او ریلونه او ترانسپورتي سیسټم ترې په جدي توګه وغواړو. د تجارت او صنايعو وزیر نه دصادراتو او وراداتو ستراتیژي او پالیسي وغواړو چې تراوسه ېې نلرو.
او نور اړونده چاراوکو نه دخپلې برخې حق په کار کې وغواړو او ورته ووایو چې زموږ حق دغه عامه خدمات دي چې باید ېې راته حکومت پوره کړي. غواړم بیا ووایم چې مونږ پدي سمتونو ویش کې او تقیسم کې تاوان کوو، نورو موضوعاتو باندي خپل وخت ضایعه کولو پرځاۍ راځۍ خپل حقوق وپيژنو، عامه خدمات کوم چې دیو حکومت مسولیت دي هغه وپيژنو دخپل ولس دسیاسي شعور دلوړلې لپاره منظمه قاعده غوره کړو.
او هم دیووالي او امنیت او ثبات راوستولو کې خپله ونډه ادا کړو مونږ به ستونزو کې یو. راځۍ دغه ستونزو ته دحل لاره غوره کړو او همداوس شیبه ېې دبدلون هڅه هم پیل کړو.
ومن الله توفیق