د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۳/کب/۶

د ولسمشر محمد اشرف غنی په مشرۍ پرون د افغانستان کابینې فیصله وکړه، چې ولایتي شوراګانو ته دې، د څار واک د ولسمشر په تقنینی فرمان کې ورکړل شي. دا واک به د یوې جلا مقررې له مخې تنظیمېږي.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست متین بېک، چې د کابینې په جلسه کې یې حضور درلود وایي، حکومت د ولسواکۍ د ارزښتونو د بنسټیزېدو لپاره یو ځل بیا خپله ژمنتیا ثابته کړه. ښاغلي بېک، ولایتي شوراګانو ته د څار واک په بیا ورکولو کې د ولسمشر، اجراییه رییس او د هغوی د مرستیالانو له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه: (( زه د ولایتي شوراګانو د ټولو غړو په استازیتوب، د ولسمشر، اجراییه رییس او د هغو له مرستیالانو څخه مننه کوم، چې ددې موضوع هواري ته یې ځانګړې پاملرنه وکړه. هیله لرم، چې د ولایتي شوراګانو د څا واک به د شفافیت او خلکو ته د ځواب ویلو د فرهنګ د رامنځته کیدو لپاره و کارول شي. ))

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست د کابینې دا پرېکړه د خلکو د استازیتوب بنسټونو د غوړېدو لپاره خورا مهمه وبلله.  نوموړي همدا راز له ټولو ولایتي شوراګانو هیله وکړه، چې ژر تر ژره خپل دفترونه د خلکو پر مخ پرانیزي.

د ولسي جرګې لخوا د ولایتي شوراګانو د څار واک تر نه منل کېدو وروسته، د افغانستان ډېری ولایتي شوراګانو خپل دفترونه د اعتراض په دود وتړل او له حکومت یې غوښتنه وکړه، چې د څار واک دې د ولسمشر په تقنیني فرمان کې ورکړل شي. ولسمشر د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د ولایتي شوراګانو د څار واک دې په یوه مقرره کې تنظیم کړي. د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د ولایتی شوراګانو د څار واک د اعمال مقرره د کابینې د تقنین له کمېټې سره شریکه کړې ده. یاده مقرره به د تقنیني فرمان تر صادرېدو وروسته د کابینې لخوا تصویب شي.

د یادولو وړ ده، چې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې، له پیله ولایتي شوراګانو ته د څار واک د ورکړې ملاتړ کاوه او هغه د غوره سیمه ییزې حکومتولۍ د رامنځته کیدو لپاره مهم بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *