محب الله آرمل

نن هغه وخت نه دی چې هر څه ووايې ټول يې ومني، يا ځان داسې وښيې چې ګواکي په حالاتو تر نورو ښه خبر يې، بلکې نن سبا له کابو هر چا سره موبايل شته او په اکثرو کې يې  انټرنېټ فعال دی، د انټرنېټ ټېکنالوژۍ د هغه کسانو شخصيت ته ډېره صدمه رسولې چې په لوی لاس سم نا سم بولي او په داسې حال کې د خلکو سترګو ته خاورې وشيندي چې هغوی هم ترې خبر وي.

معمولا هغه کسان نن له ډېروستونزو سره مخ دي چې نورو ته ستونزې جوړوي، د مطبوعاتو خپلواکۍ د همدې برخې فعالانو ته اجازه ورکړې چې خپل فکرونه له قانون سره د تطابق په حال کې اظهار کړي، مګر دا اجازه يې هېڅ کس ته نده ورکړې چې خپل ځان ته سپين باز او نوروته بېلارې ووايي البته که وايي مستند دلايل به لري. که چېرې دلايل ونلري نو خپله له شخصيت لرې کيږي او د نورو د رشخند مضمون ترې جوړيږي.

دا خبره مې تر دې پورې وکړه چې موږ اکثره وخت ځان دومره حق په جانب بولو چې د نورو استعداد راته هېڅ ښکاري او داسې ښيو چې که دغه دنده او پوست په لاس راشي نو وطن به په دوه ورځو کې ګل ګزار شي.

که غواړو وطن جوړ کړو ښه داده چې خپل کار او دنده و پېژنو او د امکان تر حده په چارواکو لازمې نيوکې هم وکړو، مشورې هم ورکړو او ملا يې هم ور وتړو، نه چې د کړي کار په پايله کې ورته وايو تا هېڅ ندي کړي، خلک مايوس کول ستاسې د مايوسۍ لامل کيږي او له هغوی د فعاليت انرژي اخلي.

هر انسان چې عاقل او بالغ وي بايد دا فکر وکړي چې ښه کوم دي او بد کوم دي، په چا پسې لاړشم د چا ملاتړ وکړم؟ د چا ومنم؟ څوک ښه دی ؟ … استاد محمد صديق پسرلی وايي :

نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي

ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ

موږ چې د پسونو غوندې په هرچا پسې منډې وهو او پدې منځ کې هغه کسان چې اهل کار دي رانه پاتې ، ملاتړ يې نکوو او ښکنځو يې هم، هغه د دروېش دوراني شعر سړي ته ورياديږي:

دا مخامخ درته ځړيږي چې په دار سرونه

په دې وطن کې بس همدغه وو د کار سرونه

ښه څه به کوو؟ هېڅ کس به نه ستايو او هېڅ کس به نه غندو ؟ نه داسې نده ، انتقاد د اصلاحاتو لامل کيږي، او نوښتونه را منځ ته کوي خو که بې ځايه وي برعکس تاثيرات لري.

ستاينې که د سمو او وړ کسانو وشي پرمختګ او له کار سره مينه دواړه ورکولی شو، خو د نا اهلو کسانو ستاينې هغوی نور هم تشويق کوي او خپل حماقت په حقه ورښکاري.

غندنه د ستاينې معکوسه مانا لري خو ښکنځلو ته نه وايي، موږ اکثره وخت دلته هم له افراط کار اخلو ، پېښې،اشخاص… غندو نه بلکې ښکنځو يې. ښکنځل چې د مقابل يا موخن کس ناوړه احساسات را پاروي يو فيصد ګټه هم نلري، ښه داده چې د غندنې او ښکنځې توپير مرعات کړو.

چارلي چاپلين وايي : ((په دنيا کې د هرکس لپاره خپل ځای شته، ددې لپاره چې د نورو ځای ونيسو ښه داده خپل ځای پيدا کړو. ))

موږ له بده مرغه خپل ځای کله هم ندی موندلی او تل مو په نورو بخل شوی، بخل چې په سړي کې سړيتوب وژني زموږ بله ساري ناروغي ده، هغوی چې کولی شي له دې ناروغۍ ځان خلاص ځنډ د نکوي او بلکې تلوار ورته په کار دی.

استاد غضنفر وايي: ((ژوند د منډې سيالۍ ته ورته دی، د منډې سيالي هغه کسان نشي ګټلی چې د نورو پښو ته ګوري.))

د نورو پښو ته کتل کوم دي؟ د دې کتلو ذکر کول له شماره وزي خو بېلګې به يې راوړو. که زه غواړم کټ مټ ستا غوندې شم نو دا ناممکنه ده، ستا استعداد او غرايز شايد له ماسره زرګونه توپيرونه ولري او دا خو تاسې ته هم معلومه ده چې الله پاک په ټوله نړۍ کې دوه کسان يوشان ندي پيدا کړي او آن د بشر له پيل تر ننه يې په خپل مخلوق کې تکرار کړي هم ندي، چې داسې ده نو داهم امکان نلري چې يو کس د سل په سلو کې د هغه بل شان شي.

خو شال خټک فرمايي:

نر هغه دی چې خپل نوم پکې پيدا کا

دې دنیا ته ټول راغلي دي بې نومه

ګويا چې هما غه د چارلي چاپلين خبره کوي يا چارلي د خوشال بابا خبره کړېده ځکه چې خوشال بابا تر چارلي چاپلين مخکې اوسېدلی. نوم پيدا کول سخت هم دي او آسانه هم، آسانه داسې چې همدا اوس په فسبوک ناسم شی، ښکنځل، پوچ و لوچ … وليکه په دوه ورځو کې به د شايد زيات کسان و پيژني، يا يو مجلس ته لاړشه او ټولو کسانو ته په ټولو مانا سپکه خبر وکړه هغوی به د شايد و پيژني او په هر مجلس کې به دې ياد کړي خو دا کاذب شهرت دی.

کاذب شهرت ډېر عيبونه لري،  شخصيت زيانموي، عمريې لنډ دی يانې سړی به مړ نه وي خو شهرت به يې مړ وي، د ټول قوم رنګه بدوي، لکه په دې ورځو کې په هند کې يوهافغان محصل بل افغان په چاړه وهلی او وژلی، دې کار مفعول ته کاذب شهرت ورکړ او په ضمن کې یې د ټولو افغانانو لپاره ستونزې هم را ولاړې کړې.

چاپلوسي هم د کاذب شهرت لامل کيږي، چا پلوسي چې معمولا تر ځان لوړ رتبه مقاماتو ته کيږي ستايونکي او ستايل شوي دواړو ته زيان اړوي، هغو چې بې ځايه ستاينې کوي اول خپله دوه توته نه ارزي او په دويم قدم کې هغه بل کس هم د نزول خواته بيا يي .

نن د پوهې پيړۍ ده او جنګ هم په فکر کيږي که نن سبا احمد شاه بابا په پاني پت کې له هندوانو سره جنګېدلی سوبه يې نه په برخه کېده او هغه وخت يې ځکه فتحې کولې چې موږ د وخت وسلې و ټانکونه لرل، هغه وخت چې جنګ په توره او لېنده وو موږ کولی شوای، خو ننی جنګ عقل غواړي، پښتو لنډۍ ده چې وايي :

د تورو جنګ وای مابه وکړای

د نصيب جنګ دی وار خطا ولاړه يمه

او خوشال بابا فرمايي :

تر مغلو پښتانه په توره ښه دي

که په پوهه پښتانه وای څه هوښيار

خبره داده، موږ ټول وايو چې پرمختګ وکړو خو په زړه کې بيا د همدې خبرې لپاره متفق نه يو، پرمختګ چې په تعصب او غندنه کې نه بلکې په يوالي کې پټ دی موږ د شک په نظر ورته ګورو او ځان د نورو په ټيټولو باندې لوړوو، راځئ چې له خاورې او وطن سره د مينې په خاطر ځانونه افغانان وبولو او د سيد جماالدين افغان هغه آرمان پوره کړو چې ويل به يې کاشکي هر افغان ځان افغان وبولي، په سيمه او قوم پورې يې منحصر نکړي.

غلامي چې زيات اقسام لري يوه يې فکري او دويزه هم ده، دوديز غلامي بيا په اکثره پښتنو کې شتون لري موږ لاهم هغه رواجونه ټينګ نيولي چې پېړۍ مخکې زموږ مشرانو پنځولي، نن چې وخت بدل او غوښتنې يې نورې دي هاغه پخواني رواجونه پکې ناکام دي.

سعيد ګوهر وايي :

په دستارونو باندې نده منحصره لويي

خس او خاشاک شه مګر مخه د طوفان ونيسه

او خوشال بابا ارشاد کا :

چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي په شمار دي

موږ چې انانيت پرسته ،په ځان مين او ځان غواړي مخلوقات يو، يو بل نشو زغملی او آن لوی چارواکي مو هم دا تشه لري تاسې وليدل چې د ملي وحدت د حکومت رامنځته کېدل د سياسي تحمل د نه موجوديت له عمله وو. په هندکې چې نريندرامود له منموهن سېنګ زياتې رايي وګټلې او صدرعظم شو، نو سېنګ د ګلانو ګېډۍ ورته راوړې او مبارکي يې ورکړه دلته له ډاکټر عبدالله عبدالله هم کټ مټ همدا هيله کېده خو له بد مرغه چې ونشوه.

نو اوس زموږ او تاسې په لاس کې خواله رسنۍ دي په تېره فسبوک چې کولی شو د خپل ملک د آبادۍ لپاره ګټه ترې واخلو، خپل فکر نوروته ورکړو او د نورو نظرياتو ته درناوی ولرو، د وسيلې په توګه نه بلکې د انسانيت او پرمختګ لپاره يې وکاروو، فرهنګ يې زده کړو، د کار خلک پکې وستايو او بېکاره هغو ته په پکې مشورې ورکړو، يانې داسې نه چې لوبغاړی له وړې اشتبا سره عاجل له صحنې وباسو هغه ته به لار ښيو ملا به يې ورتړو او ښه توبونه به ورزده کوو.

که مو خواله رسنۍ د وسيلو په توګه وکارولې شايد چې په شته وړتيا مو هم خلک شکن شي او کاذب مو وبولي، د ځان قدر د نورو په بې قدرۍ کې د کاذبو شخصيتونو ځانګړنه ده، که له يو چاسره فکري، کاري … اونور مخالفتونه لرو ښه ده چې د مستندو دلايلو په رڼا کې يې هغه وخت تورن کړو چې بلکل په ځان او اسنادو باور ولرو. د شيطان کرکټر لوبول، ملنډې وهل، سپکې سپورې ويل… د عقلمنو کار ندی.

د حقيقي شخصيت موندل د هرچا آرزوده خو، د ترلاسه کولو لپاره بايد د حقيقت په لار پلونه کېږدو، په ګډو وډو او کږو لارو تلل مو شخصيت ته صدمه رسوي. البرت انشټين وايي (( ناسم چلندونه په ناسم شخصيت بدليږي))

دا کيسه او ستونزه که څه هم چې په دې څو پاڼو نه خلاصه کيږي خو لږ تر لږه مهمه داده چې ذهن ته مو يو انګيزه ورسي نور بلکل د خوب وختونه او زمانې تېرې دي د ويښتيا پړاو دی خو عظيم شاعر دروېش دوراني موږ پيژندلي يو چې وايي :

ستا مړې اوښکې به د يار په زړه اثر ونکړي

په دې غوړ لوښي به تر څو سړې اوبه تېروې .

پای

۱۳۹۵-۱-۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *