د کمزورو وزرونو خاوند ته يې وويل: ته په هوا کې تر ټولو الوتونکو د اوچت الوت حقدار يې، هېڅوک هم حق نه لري چې تر تا لوړ پرواز وکړي. هر وخت چې څوک درنه اوچت شول؛ وژل يې درته روا دي.
وزرماتې ته يې وويل: هېڅ اندېښنه مه کوه، ستا مات وزر ستا شان او دبدبه هېڅکله نه شي کمولى، د درد زغمل ستا له شان او پرتم سره نه ښايي، د وزر جوړېدو صبر ستا غرور ماتوي، که خپل مات وزر دې په بېخ کې له ځانه پرې کړې، بيا به هم د الوتونکو پاچا وې.
ښکاري ته يې وويل: صاحبه! ستا د غېشو ځلا او د ليندۍ زور د لمر روښنايي او د بادونو لورى او مسير بدلوي، ستا حق دى چې ددې ځنګل ټول الوتونکي له خپل ذوق سره سم په پوره درناوي ښکار کړې او په کبابونو يې خپل مهربانه روح تازه کړې.
دا کيسه تر اوسه هم په دې ځنګلي بڼ کې روانه ده، دلته هر چاته خپل سيورى د خپل قد و قامت څو چنده ښکاري او د وجدان زهرجن فصل يې د کاذب غرور او ځان غوښتنې له تروو اوبو خړوبېږي.
٢٠١٥ د اکتوبر ١٦مه
———————————-
د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ، مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم،ادبیات او تکنالوژي،قضايي لمونځ، د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر، بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…،په شعر کې د کلمو ټاکنه، ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه،وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ،ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش، پر ځان کره کتنه ،ګُلدانونه ، ادبي نذکره او ادبي تاریخ ، استادانه لیکنه ، کلیشه يي ژوند، نړیوال ادبیات ، ادبیات او سوله، تږې سترګې