په اتلسمه پيړۍ کې له صنعتي انقلاب نه وروسته په اروپا کې ۲۰ سلنه خلګ په صنعت کې په دندو بوخت سو.

 ورسره پوهنتونونو< دي کارخانو شرکتونو ته د کارکوونکو د روزولو کار پیل کړ، متاسفانه تر اوسه پوهنتون به لوی اکثریت، شته کمپنیو او کارخانو ته د کارکوونکو روزلو دنده مخته وړي، په ټوله نړۍ کې به په ټوله مانا، هیڅ داسي پوهنتون پیدانکړي چې کارآفرینان دي وروزي. نو همدا دلیل دی چې څوک غواړې ځان کارآفرین کړي باید ډیر ریسک ومني.

خو اوس لویه ستونزه داده چې د نړۍ نیمه پانګه یوازې د اته کسانو په لاس کي ده،یعنې د اته کسانو پانګه د دري نیمو میلیارد خلګو تر پانکه زیاته ده،که څه هم دي میلیاردرانو ته دا پانګه چا وړیا نده ورکړی خو دا یوه انديښنه ده چې ورځ تر بلې د نړۍ پانکه د څو کسانو لاس ته ځي.

 متاسفانه په ټوله کې په نړۍ کي لوږه او غربت ورځ تر بلي  ډیریږي.

خو اوس پرمختللی هیوادونه د کارکوونکو د روزلو په ځای د کارآفرینانو په روزلو او ډیرولو ډیر پام کوي، چې په نوي مفکورو، نوښتونو کار وکړي، نوي اړتیاوي رامنځته کوي، د دولت له وږو بار کمه وي.

د کارآفریني فکر پانګه، استعدادنونه او نور ډیر څه ځانته ته خود بخود جذبوي،خلافیت لوړوي.

کارکوونکي که هرڅومره ډیر سي، او ماهر سي بیا هم له دولت نه دندې غواړي، او که په هر څومره لویې دندې ترسره کړي او چې کله له  دندې ایسته سي، نو هغه ورځ خپل مالی استقلالیت له لاسه ورکوي.

 اوس یوازې د امریکا متحده ایالات تر یو میلیون ډیر میلیونران لري، د نړۍ تر ټولو ډیر میلیاردان لري. دي میلیونرانو او میلیاردرانو لویې کمپنۍ جوړي کړی، په زرګونه کسانو ته ی دندي رامنځته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *