ژباړن: میرویس سمون بارکزی
۲۲/اګست/۲۰۱۴
د دنیا د مسلمان عالمانو د اتحادیې عمومي سکرټر علي کارادغي وایي چي داعش، القاعده، بوکو حرام او الشباب په څېر ډلي، په غیر عادي شرایطو کي، د ځینو عربي رژیمونو د فشار له امله رامنځته شوي دي.

     کارادغي الجزیرې ته وویل: په وروستیو کلونو کي په اسلامي نړۍ کي لومړی د تکفیر(د کفر د ټاپې د لګولو) بیا د تفجیر(د چاودنو کولو) ستونزه مخ پر زیاتېدو ده. دا ډول مفکورې د لوېدیځ له خوا هم استعمالېږي؛ دغه مفکورې په خاص ډول په ځوانانو کي خپرې سوي دي.
کارادغي داسي وویل:

      د ځوانانو په منځ کي د داسي مفکورو د خپرېدو دوه سببه دي. لمړی فکري تشدد، دوهم د اداره چیانو په زور تطبیق کېدونکي قوانین دي. د ظالمو او مستبدو رژیمونو د الله نه پېژندنه او د الله احکامو ته پام نه کونه؛ ځوانان تشدد ته پوري (ټېل) وهي. سخت دریځه د لاندني آیت ظاهري معنا را اخیستې ده او د خپلي نظریې څخه دفاع په کوي. « د الله په حکمونو سره فیصله نه کوونکي خپله کافران او فاجران دي.»

رشتیا هم چارواکو د اسلام پر ضد جنګ پیل کړی وو. که څه هم د دوی پر ضد د مجادلې لار دا نه ده چي د کفر ټاپه پر ولګول سي خو بیا هم د تکفیر نظریه پیدا سول. ځوانان د لویه سره سراښ (حارث) دي. منځ لارو او منځګړو علماوو دوی ته د منځ لار ور ونه ښودل، خپله وظیفه یې ونه کړل. دا هم نه سم پټولای چي ددغه سخت دریځه ګروپونو سره د ځینو عربي هیوادونو له خوا ډېري مرستي وسولې. دغه ډلو ته یې یو ښه نوم (ریښتونی سلفیت) ورکړی خو دا ریښتونی سلفیت نه دی. که د ریښتوني سلفیت خبره سي موږ ریښتوني سلفیان (د پخوانیو حقیقي مسلمانانو پیروان) یو.

کاراداغي په نړۍ کي د تکفیر او تفجیر د مفکورې په هکله داسي وویل:

د تکفیر او تفجیر د مفکورې جوړونکو، را وروسته په مصر کي جهاد ته لومړي توب ور کوونکو دا مفکوره خپله کړه. دوی د مصر د دولت ریس انورالسادات د وژلو دسیسه جوړه کړل. دوی محبثونو ته واچول سول، ځینو یې عقب نشیني وکړل، مفکوره یې په لیکلي ډول پرېښودل. دا مفکوره د ډاکټر الظواهري په توسط افغانستان ته ورسېدل. اسامه بن لادن ځني متأثیره سو. هغه پیسې اوقدرت درلودلی. په هغه وختونو کي یې د خلیج د هیوادونو د جهاد ملاتړ کوی. کله چي د (افغانستان) مجاهدینو تر منځ بې اتفاقي راغلل؛ د تشدد د مفکورې و خپرېدلو ته زمینه مساعده سول. هغه وخت مجاهدین منځلاري ول لکه اخوان المسلمین. مګر په خپل منځ کي سره بېل سول. د موقع څخه په استفاده،  سخت دریځه د پاکستان سره موافقې ته ورسېدل، په خورا زور سره د ګلبدین حکمتیار او رباني پر ځای راغلل. خو لکه تر مخه چي مي وویل د تشدد د مفکورې د منځ ته راتګ او خپرېدلو اصلي سبب د اداره چیانو؛ ظلم، فشار او نه بدلېدونکي اقتدارونه دي.

     په دغسي حالت کي «عرب پسرلی» راغلی. لمړی تونس د خپل مستبد رژیم څخه وژغورل سو بیا مصر. د عرب پسرلي سره د سخت دریځو زور په لږېدو سو، خو کله چي منځ لاري او ډاکټر مرسي تر برید لاندي ونیول سول؛ نو سخت دریځو وویل چي  موږ بېله جنګ څخه بله لار نه لرو. موږ  باید په دې پوه سو چي دغسي مفکورې په غیر طبعي ماحولونو کي خپرېږي. په ازادو  ماحولونو کي چي د چا په چا غرض نه وي، د دغسي مفکورو نشرېدل امکان نه لري. په عربي نړۍ کي که خلګو ته د ازادو مظاهرو حقوق و پېژندل سي نوموړي مفکورې هیڅکله ځای نه سی  موندلای. په اداري سیسټمونو او اداره چیانو کي که بدلون راسي دغه مفکوري نه خپرېږي. د ملکونو لېډران که د الله دین ته اهمیت ورکړي دا حالت هیڅ کله نه راځي. نن ورځ اکثریت مشران د دین ضرورتونه نه پر ځای کوي او ارزښت هم نه ورکوي، د مشرانو خلا اوس په دغسي خلګو ډکه ده.

د سخت دریځو د مفکورو د غرب له خوا د استعمال په هکله؛ کاراداغی خپلو خبرو ته داسي دوام ورکوي:
غربیانو د عثاماني  خلافت تر نړېدلو ورسته د اسلامي نړۍ سره د عسکري جنګ پر ځای د کلتوري جنګ پلان جوړ کړی. د اسلامي نړي د تقسیم پلان یې جوړ کړی. دا وېش یې د مفکورو پر اساس وکړی،  نه د زور او قدرت پر اساس. مثلاً د ترکانو او عربو تر منځ یې د ملیت ګرایي مفکوره د ترک نېشنلزم په واسطه خپره کړل. عرب یې د انګلستان او فرانسې تر بیرغ لاندي د عثمانيانو په مقابل کي ودرول او عثمانیان یې چپه کړل. نن ورځ غربیانو ولېدل چي نور د نېشنلیزم د مفکورې څخه ګټه په لاس نه ورځي. به مصر کي، په ترکیه کي او په سوریه کی ناکام سول. د اسلامي دنیا د وېشلو له پاره د نوي مفکورې په لټه کي سول، پر همدې اساس یې دغه سخت دریځه ګروپونه راپیدا کړل او  ډېر په اسانۍ سره یې استعمال کړل.

مثلاً زه د چچنیایانو  د منځګړیتوب له پاره د وخت د دولت مشر(اسلام مشد اوف) په دعوت چچنیا ته ولاړم. مشد اوف ماته وویل ؛ د مهربانۍ له مخي د دغه خلګو سره خبري وکړه. ځیني مي قانع کړل. ځینو زما سره بیخي ولا نه کتل.
کېسینجر وایي (د امریکا قدرت پر دوو بنسټیزو اساسونو ولاړ دی؛ لمړی ابتکارانه ګډوډي چي دا متحده ایالاتو ته د کار او مداخلې زمینه مساعدوي. دوهم د هر څه واک په خپل لاس کي اخیستل.) نن ورځ همدغه خبره ده. سخت دریځه ځوانان په اصل کي ښه انسانان دي، مشران یې نه یادوم، دغه ځوانان پاک خلګ دي.  مګر داسي دي لکه پېغمبر(ص) چي په حدیث شریف کي خوارج تشریح کړي دي: (ستاسو لمونځونه د هغوی تر لمونځونو پوري هیڅ دي، ستاسو روژې د هغوی تر روژو پوري هیڅ دي.) لمونځونه او روژې یې ښه دي خو فکرونه یې داسي د اسلامه وتلي دي لکه غشی چي د لېنده څخه وتلی وي. موږ د علماوو په حیث د دغه فرصت څخه په استفاده  نوموړو ځوانانو ته وایو  چي د مصر د جهادي ګروپونو په څېر اسلام د سره ولولی.

دغه د تشدد طرفداران، منځ لاري مسلمانان خپل تر ټولو لوی دښمنان ګڼي. د بېلګي په توګه نن که په عراق، افغانستان یا بل کوم ځای کي اخوانیان وویني وژني یې یا یې حلالوي. دا د منځ لاري اسلام څخه د دوی د نفرت نښه ده.
د صلیبي امریکا؛ د سیونیزم پروژې (د اسلامي جماعتونو  او ډلو جوړولو یا په پټه د ور ننوتلو) څخه بحث کونکي کاراداغي خپلي خبري داسي پای ته ورسولې:

د امریکا پر منځ لاري اسلامي مفکورې، د بریدونو ستراتیژي، د بریالي سوو اسلامي حرکتونو د ناکامه کولو له پاره ده. لکه په مصر کي چي سلفي حرکتونه د اظهریانو او تصوفي حرکتونو په مقابل کي ولاړ دي. یا په ترکیه کي نن د اسلام په نوم یو کامیابه سوي پروژې د ناکامه کولو هڅي رواني دي. نن په اسلامي نړۍ کي خلګ یو حقیقت مني هغه اسلام دی. ځکه لوېدیځوال په اسلام کي د داخلو انسانانو په لاس، د اسلام سره مجادله کوي.

۱۲/اګست/۲۰۱۴

د ژباړن یادونه:

په افغانستان کي د طالبانو د امارت تر ختمېدلو وروسته یو څو وخت ارامه ارامي وه، امنیت برقراره وو. پس له څو وخته چي د نوي دولت بې عدالتي را څرګندېده، خلګ ناراضه کېدل. د واک وېش، د ظالمو او بدو خلګو حاکمیت، بې ځایه وژنو، رشوتونو، د مځکو غصب او داسی نورو خلګ یاغي کړل. تر هغه وروسته د طالبانو ډله د دوهم ځل له پاره د سیاسي او استخباراتي ګروپ په ډول راڅرګنده سوه. نو دا څرګنده خبره ده چي سخت دریځه ډلې د ظالمو رژیمونو محصول دي وروسته بیا د اسلام او وطن د دښمنانو په لومو کي لوېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *