تاند- د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر پرون /سې شنبه/ په بروکسل کې وویل چې امریکايي پوځیان به نور اجازه لري چې په جګړه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره زیاته مرسته وکړي او له هغوی سره د هوا او مځکې له لارې مشورتي مرسته وکړي.

د امریکا دفاع وزیر دا خبره په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته وکړه.

ټاکل شوې ده چې د ناټو مشران د راتلونکې جولای میاشتې په اتمه او نهمه د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د افغانستان په اړه مهمې خبرې وکړي.

کارتر د خپلو سپارښتنو او د امریکا د لوی درستیز جنرال جو ډنفرد د مشورو پر اساس وویل، ولسمشر بارک اوباما پرېکړه کړې چې سږ کال په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته زیات صلاحیت ورکړي.

د پینتاګون له خبرپاڼې سره سم، د صلاحیت مطلب دا دی چې امریکايي پوځیان به له افغان امنیتي ځواکونو سره د دوی د دفاع لپاره په دوو ډولونو کومک کوي؛ یو دا چې امریکايي پوځیان به په ځانګړي ډول د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کوي او بل به هغوی ته په مځکه او هوا کې مشوره ورکوي.

د امریکا دفاع وزیر ښاغلي کارتر دا هم وویل چې د امریکا په دفاعي بودجه کې تر ۲۰۲۰ م کال پوري د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو بشپړ مالي ملاتړ هم شامل دی او نن (چهارشنبه) د ناټو له نورو غړیو  خبر شو چې هغوی هم حاضر دي چې تر ۲۰۲۰ پوري له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره مالي مرسته کوي.

One thought on “کارتر: د امریکا په دفاعي بودجه کې تر ۲۰۲۰ پوري د افغان ځواکونو مالي ملاتړ هم شامل دی”
  1. اوس به نو ځوانان خپل برېتونه ورته تاوه وي چې په څه ډول خپل جیبونه ترې ډک کړي !

    جنګه جنګه توره
    تاته به نينې وکړم
    زه به یې تماشې وکړم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *