تاند- د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر وايي، د ولسمشر اوباما له لوري امریکايي پوځیانو ته د تېرې میاشتې له ورکړل شویو اختیاراتو سره سم به امریکايي پوځیان د طالبانو پر ضد د حملو پراخه ازادي ولري.

کارتر دا خبره د سې شنبې په ورځ /جولای ۱۲/ د افغانستان د ناببره سفر په لړ کې وکړه.

ده وویل«هغه واک به چې جنرال جان نیکلسن ته ورکړای شوی دی؛ دلته به زموږ ځواکونه ترې لا اغېزمنه استفاده وکړي.»

پخوا امریکايي ځواکونو اجازه نه لرله چې د افغان طالبانو پرضد په جګړه کې برخه واخلي او یا د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو په جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي. خو اوس به د اړتیا په صورت کې د افغان امنیتي ځواکونو په ننګه د امریکا هوايي ځواک د طالبانو مورچې بمباري کولی شي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن وویل چې اوس تقریباً هره ورځ له هوايي ځواکه کار اخلي.

په همدې حال ګې یوه امریکايي چارواکي وویل چې په وروستیو ورځو کې د امریکا هوايي ځواکونو څو ځلي د افغان امنیتي ځواکونو په ننګه د دوی د دښمنانو پر ضد حملې کړي دي.

One thought on “کارتر وايي، امریکايي پوځیان نور د طالبانو پر ضد د حملو پراخه ازادي لري”
  1. کارتر ته زما توصیه داده چی د طالبانو تر څنګ زمونږ داخلی غاصبان او مفسدین هم وټکوی تر څو د امریکایانو او افغانونو د وینی مخنیوی وشی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *