د علومو اکاډمۍ پر دېوال لګېدلې پاڼې او انځورونه مې کتل. په یوه لویه سپینه پاڼه باندې د ریاضي فورمولونه وړاندې شوي وو، ډېر مې وکتل پرې نه پوهېدم. موټر د سړک په دواړو غاړو روان وو، زه هم دلته زړه تنګې شوم، د سړک پورې غاړې ته ووتلم. پولیس ولاړ وو او د اوسپنې یو تناب د سړک لاربنده کړې وه، یو پولیس مخکې او څو تنه یې په ډډه کې ولاړ وو.

کوم موټر چې به راغی؛ ځینو ته به یې پرته له تالاشي اجازه ورکړه او ځینې موټر به یې بېرته ستانه کړل. هوا هم یخه وه، د دې تالاشي تر څنګ د لمر وړانکې په ځمکه هم لوېدلې وې، زه هم د همدوی تر څنګ نژدې شوم، یو څه مې تودوخه احساس کړه. پوه شوم چې په دې لوی سړک کې مهم حکومتي دفترونه دی او که کوم موټر کارت ونه لري هغوی ته اجازه نشته چې په دې لویه لاره لاړ شي.

د ځینو موټرو په ښیښو باندې کارتونه لګېدلي وو او ځینو به د تالاشي پرمهال له جیب څخه هم کارت راوویسته او پولیس به هغه ته د تګ اجازه ورکړه، زه حیرانه ولاړه وم که په دې لاره تر ښاره پورې لاړه شم؛ نو ډېره به ستړي او ناوخته ورسېږم، ه شخصي او ټکسي موټرو ته هم اجازه نه شته.

په زړه کې هم خوشحاله شوم چې خداي (ج) دې ارامي راولي او دا به زمونږ په خیر وي. په همدې وخت کې مې د موټر د هارنډ غږ واورېده ، کیڼ اړخ ته مې وکتل چې سپین سراچه موټر ولاړ دی، غواړي په همدې لاره ښار ته لاړ شي، خو پولیس ورته اجازه نه ورکوي.

  • پرې مې ږده ، مهم کار لرم، ناوخته کېږي.
  • تاسو ته اجازه نه شته
  • ولې؟
  • کارت نه لرې
  • کارت خولرم
  • راکړه چې ویې ګورم

زه د دوی خبرو ته ځیر وم، سړي زړه نا زړه خپل د کالیو مخامخ جیب ته لاس یوړ. د کارت په راویستو کې د ده سستوالي زه نوره هم خپل ځان ته ځير کړم چې اول کې خو یې ډېرې او تیزې خبرې کولې لکه چې کارت یې ورک کړی یا ترې پاتې شوى دى.

   په ډېره سستي سره یې پولیس ته د کابل بانک کارت ورکړ، بیا یې اجازه ورکړه او موټر د سترګو په رپ په عمومي سړک وخوځیده او بېرته یې د تالاشي په مزي سړک بند کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *