د اوښانو غرغړې ، د څاروو د رمې برژن ، د سپو غپا ، د ماشومانو ژړا ، د زنانو او نارينوو ناري او د خرو د غاړي د ژمږغو ګړنجي وو، لېري د غرو د کږو وږو لارو په منځ کښي کاروان پر مخ روان وو او په سر کښي يې اميره توړۍ او باز ګل اکا وو . په دغه حال کښي ددې شور سره سم د دوړو څرخي او د باد بد دربي هم وو چي د يوې ناوړي پيښې پيلامه يې وړاندي کوله . يو دم د سپو بدي ناري سوې او حيوانان ووېرېدل.
ډېر لېري په يوې غونډۍ څو سايې ولاړي وې او دا نه څرګندېده چي لېوان دي، ادم خواره دي که غله. اوس قافله دغسي ودرېده لکه جادو چي ورباندي وسي، څوک يې پر مخ نه پرېږدي او بيرته پر شا رهي سوه. په يوې لوي درې کښي چي قافله په وار خطاي کښي ښه په منډه شاته ولاړه، نو ناڅاپه ودرېده. اوس ټول و شرمېدل او بيرته د لېري غونډۍ د بلاو په خوا را غبرګ سول ، ولي چي ددوي مشران اميره توړۍ او باز ګل اکا له سره لا نه وو راګرځېدلي ، بلکه توري يې په لاس کښي وي او خورا لېري د تورو سايو په لور يې منډي وهلې
پاي
لمړي مارچ کال 2015