د پکتیکا د سیمه ایزو پولیسو عمومي قوماندان عزیزالله کاروان د یو شمیر رسنیو هغه راپورونه بي بنیاده وبلل چې ګنې د چاودیدونکو توکو لیږدونکی په الوتکه کې تښتیدلی دی.
ده وویل چې وده ورځې وړاندې د شپې دولس بجې هغه مهال په سیمه کې څوک نه ول او سیمه ایزو پولیسو یواځې له چاودیدونکو تو بار موټر نیولی دی.خو نن له کابل څخه په خپریدونکې محور ورځپاڼې او ځینو نورو رسنیو ددې ولایت د سیمه ایزو پولیسو د عمومي قوماندان عزیزالله کاروان له قوله داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې دغه کس ته په سیمه کې د یوه نامعلوم هیواد الوتکه ناسته کړې او یاد موټر چلوونکی یې له ځان سره بیولی.کاروان وایی چې هیڅکله یې کومې رسنۍ ته یې داسې راپور نه دی ورکړی چې ګواکې د چاودیدونکو توکو لیږدونکی د الوتکې په وسیله له سیمې څخه په تیښته بریالی شوی دی.
هغه د رسنیو له مسولینو غواړې چې په خپلو راپورونو کې له ډیر دقت څخه کار واخلي.دوه ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت مرکز شرنې او اورګون ولسوالی تر منځ په لویه لار د سروضې ولسوالی د ګلردین په غرنۍ سیمه کې د چاودیدونکو توکو هغه ډک موټر ونیول شو چې له ډیورنډ کرښې له هغې لورې څخه را اوښټی وو او غوښتل یې چې یاد چاودیدونکی توکې د هیواد پلارمینې کابل ته ولیږدوي.یاد موټر د کشفي معلوماتو پر اساس د پکتیکا ولایت د سیمه ایزو پولیسو تر څار لاندې وو او د یولړ عملیاتو په ترڅ کې د سروضې ولسوالی د ګلردین په غرنۍ سیمه کې د شپې په دوولس بجې ددغو ځواکونو له لورې ونیول شو.