ژباړه: حمیدالله حمیدي

 هره شپه، مخکې له دې چې ويده شی نو د خپلو سبانيو کارونو نوملړ چمتو کړئ. دا کار هغه خنډونه در په ګوته کوي چې سبا ستاسو د کار مخه نیسي، د شپې به په بې غمه زړه ویده شی او نیمه شپه به له دې وېرې نه را ويښېږی، چې فلانی کار مې له یاده ونه وځي. پر دې سربېره، سبا ورځ له دې ستونزې سره هم نه مخ کېږی چې کوم کار باید لومړی ترسره کړی او په ټوله کې له تاسو سره مرسته کوي  چې هېڅ کار مو هم له یاده نه وځي.

کارونه مو د لومړیتوب له مخې تر سره کړئ. بايد پوه شی چې د کوم کار ترسره کول تر ټولو اړين دي. د هر کار لپاره ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ. هېڅ کار مو هم د بل کار قرباني کوئ مه؛ ځکه کېدای شي د یوه واړه کار پایله د یوه لوی کار له پایلې غوره وي.

کارونه مو ووېشئ. د لوی کار  د تر سره کولو لپاره هغه په وړو وړو برخو ووېشئ. په دې توګه به بريالي شی چې د وړو وړو کارونو په ترسره کولو سره يوه ورځ لوی کار ترسره کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *