روح الله احمدزی –
له دې هیڅ سترګې نشې پټېدای چې ولسمشر په خپله لنډ مهاله واکمنۍ کې چې تراوسه څه کم زیات درې میاشتې کیږي، هغه څه ترسره کړل، چې د نړۍ ډېرو هېوادونو د ستاینې او خوښې وړ وګرځيده. افغانان چې له ډیرو کلو وروسته یې تمه پیدا کیږي او په دی پوهیږې چې ولسمشر غني پر هغه څه بوخت دی، چې له دې سره یې د ماشومانو راتلونکې تړلي ده او سوله، وروروالي او ملي یووالي چې د افغانانو هیله ده، په رښتینې بڼه د دوی په ژوند کې عملي شي او په پایله کې به یې افغانان له سیمه ایزو هېوادونو سره د سیالۍ ژوند وکړای شي.
د جلالتماب ولسمشر پر ټیم په لویه کچه نیوکه کیده خو داسې ښکاري چې دې نیمګړې او کوچنې ټیم له خپله وسه ډېر کار کړی دی، البته د لا پیاوړتیا او غني کیدو اړتیا تر بل هر وخته ډېره ښکاري، ولې چې مونږ پوهیږو، ډلي له حکومت یا واک نیولو مخکې ځانونه پیاوړی کوي، نه دا چې له واک وروسته خپله نظریات، تګلارې، کړنلارې یا پلانونه جوړوی، بلکه له واک وروسته دوی مکلف کیږي، چې هغه نظریات، پلانونو او تګلارې چې د هېوادوالو د لاپیاوړتیا او پرمختګ لپاره له واک مخکې په نظر کې نیولي دی، عملي کړئ. تر څو د راتلونکې ناورینینو او پیښو مخنیوي وشي او په راتلونکې کې د هر بد اغیز مخنیوی لپاره پلانونه او تګلارې پر لاره واچول شي.
ولسمشر لا تر اوسه د داخلي مسایلو او کشالو څخه خلاصون ندی موندلي خو بیا هم د ولسمشر له علمي دوراندیشي، سیاسي او اقتصادي لورلید او لرلید برکتونو څخه دی، چې په سیمه کې اقتصادي، ټولنیزې، سیاسي، امنیتي اغیزو او د بدلونونو څرک را څرګند شو. لا تر اوسه هغه هوکړې چې د سیمې جغرافیايي، سیاسي، ستراتیژیک، اقتصادي او ټولنیز لورلیدونه بدلولي شي، د ولسمشر لخوا په لیکلي او نه لیکلي ډول بیلابیل هېوادونو ته ورکړل شوې دی، د سیمې هېوادونه یی دې ته هڅولي دي، چې په سیمه کې مثبت بدلون راولي همدا ډول د ولسمشر سیاسي سفرونو پر سیمه ایزو هېوادونو هم اغیز کړي دي. د هند، چین او روسیه ولسمشرانو تکل کړی دی، چې د میلادي کال 2015 په پنځه میاشت کې سره ګډه ناسته ولري.
د ولسمشر د سیاسي لور لید براکت دی، چې د سیمه ایز هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پړاو پیلیږي، چې په دا کې د ملاسیا، چین، الجریا، نایجریا او ټریندید ترمنځ د ګاز د صادراتو پروژې په اړه خبرې اترې، د چین او هند ترمنځ د تبت د مسالي حل، د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د سخت دریزو د ختمولو پلان، له پاکستان څخه د ولسمشر غني په غوښتنه د سخت دریزې تخم ختمولو هلې ځلې چې د چین د بهرنیو چارو وزیر لخوا په اسلام آباد کې تائید شول ، په زړه پورې لاسته راوړني دي.
د امریکا ولسمشر اوباما له هند څخه د افغانستان د ښیګړې په موخه جدې غوښتنې، همداسې له منځنې اسیا څخه د ولسمشر په غوښتنه د افغانستان په تجارت کې اړینې مرستې او له دوبۍ او سعودی څخه د ولسمشر دا هیله چې د سوداګریزې اړیکو پر اساس د نویو اړیکو اساس کیښودل پکار دي. د هند سره د پاکستان د ښه اړیکو په اړه د پاکستان پوځ په ذهن کې د ولسمشر لخوا دا هر څه پر ځای کول چې جنګ د مسلي حل ندی بلکه دا نورو ستونزو ته زیږون ورکوي، همدا علت دی، چې پرون د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دېر ژر به پاکستان ته د سوداګریزو اړیکو ښه کولو په موخه سفر وکړي.
دا هر څه ولسمشر غني په یو څو میاشتو کې ترسره کړل، چې د تیر حکومت په 13 کالونو کې ترسره نه شول. افغانستان چې د سیمې په کچه اړین ستراتیژیک رول لوبولي شي، د ولسمشر لخوا (BOOT) تګلارې له مخې د ځینو تګلارو جوړول به د افغان خواری کښ او غم ځپلي ملت سره پریمانه مرسته وکړای شي. د ولسمشر له دې تګلارې سره سم به په افغانستان کې نړیوالي کمپنې دې ته غاړه کیږدي، چې په افغانستان کې د پانګوني لپاره په لویه کچه زمینه مساعدي کړی، داسې هیڅ یو هېواد به د خپلې پانګوني د نه زیانولو په موخه خپلو تګلارو ته بدلون ورکړی، خو افغانانو ته به یې په بدل کې سوله، کار روزګار او د نوښت لپاره زمینه برابره شي. تر څو افغانستان په نړۍ کې د سالمي پانګوني لپاره یوه نوې ځای وګرځي.
دا هغه څه دی، چې ولسمشر غني به موږ سره په ډېرو کمپایني ناستو کې ذکر کول. ولسمشر به پر دې زور راوړ چې بچیانو زه پوهیږم، چې تاسو د روښانه افغانستان لپاره خپل درسونه پریښودلي دی، کورنۍ ستونزې مو یو لورې ته کړی دی او خپل ټول وخت مو زما د کامیابولو په موخه نه بلکې د افغانستان د کامیابولو په موخه په لاره اچولي دي.
زما په یاد دی، چې ولسمشر به موږ ته تل هڅوونکي او د ځلانده راتلونکې خبرې کولای، هان کله کله به داسې هم وشو، چې دشپې ناوخته به مونږ پر کاغذونو او د سهرنۍ پلان جوړولو باندې بوخت وو، نو ولسمشر به رامنډه کړه او هیله به یې څرګنده کړه، چې ځوانانو ګورئ ! تاسو به زه هیڅ کله هیر نکړم، البته زموږ له لورې یو شوخ ځوان عزیزالله په ټوکه ټوکه کې ولسمشر ته ځواب ور غبرګ کړ او ورته وویل یې: جناب ډاکټر صاحب کله چې ولسمشر شی، نو موږ به هیر کړی! له دې وروسته د ولسمشر په شمول ټولو ځوانانو یوه له خنده ډکه فضا رامنځته کړه.
یو فلسفي وايي: زه هیڅکله نه مایوسه کیږم، خو هلته مایوسه کیږم، چې د یو ملت ځوانان بې شعوره شی!
ولسمشر غني د(Foreign Policy) فارن پالیسي د (Brookings Institute) بروکینګ انسټیټوټ چې په واشنګټن ډیسي کې یی دفتر و، له نامتو غړیو څخه پېژندل کیده، همداسې په ملګرو ملتونو کې د ځانګړې مشاورت دنده، په نړیوال بانک کې د اقتصادي چارو کار پوه او د افغانستان د مالیه وزیر هم پاتې شوې و، خو ولې بیا هم د دې ټولو ځانګړتیاوو په درلودلو سره نوموړی د 2009 میلادي کال د 20 اګست په ټولټاکنو کې په څلورم نمبر کي راغلل. په دا ټولټاکنو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي (2,283,907) رایو په خپلولو سره لومړۍ مقام(49.67 سلمه)، عبدالله عبدالله (1,406,242) دویم مقام (30.59 سلمه)، رمضان بشر دوست (481,072) درېیم مقام(10.46سلمه)، اوسنې ولسمشر اشرف غني (135,106) څلورم مقام (2.94) او میرویس یاسیني (47,511) پنځم مقام (1.03 سلمه) خپل کړ.
خو دا د ځوانانو او د ولسمشر د تګلارو او کړنلارو برکت و، چې ولسمشر د 2014 په ټولټاکنو کې د ځوانانو په ملاتړ او شپه ورځو منډو ترنډو په مرسته لومړۍ مقام ترلاسه کړ. داسې ورځې هم راغلي دی، چې د ټولو خطرونو ترڅنګ موږ د جناب حمیدالله فاروقي صاحب په لارښوونه له کابل څخه تر لوګر او پکتیا، له کابل څخه تر ننګرهار، تورخم او له کابل څخه تر شمالي او میدان ښاره پورې پوسټرونه او انځورونه لګولي دي. خطرونه مو پر سر اخیستلي دی، خو د افغانستان د لا روښانه راتلونکې لپاره مو د ولسمشر غني بریالیتوب غوره ګڼلي دي.
خو له بده مرغه اوس وخت راغلی دی، هغه وعدې چې ولسمشر له ځوانانو سره کړی دی، باید یی سر ته ورسوی، لکه دوی ته د ښووني روزني مرکزونو پرانیستل، د پوهنتنونو پرانیستل او د صحي مرکزونو پرانیستل دي. دوی ته په واک کې په پراخه پیمانه ونډه ورکول چې ولسمشر تر اوسه پوره عمل پرې کړی دي. همداسې دوی ته په ادارو کې ځای ورکول، ولې چې دا ځوانان دی، چې په معاصره ټیکنالوژې او راکړه ورکړه تر ټولو ښه پوهیږي.
د 2008 سروي له مخې په افغانستان کې د ځوانانو نفوس 60 سلنه ته رسیږي، چې په دوی کې 35 سلنه ځوانان د لوړو زده کړو له تر لاسه کولو سره سره، بې کاره ګرځي. د یادوني ده چې دا کچه افغانستان په نړۍ کې له 192 هېوادونو څخه په بدترین هېوادونو په شمیر کې دروي. د ځوانانو د بې کارې یو تاوان دا دی، چې بیرته د سخت دریزو لیکو ته شاملیږي او د وطن لپاره په لویه کچه تخریبي سامان برابروي. د اوسني ولسمشر تر ټولو ستره وعده همدا وه، چې په راتلونکې حکومت کې به ځوانانو ته ونډه ورکول کیږي او د دوی د روزني په موخه به هر هغه ګام پورته کیږی، چې د دوی په روزنه او مسلکیتوب کې تر ټولو ښه رول ولوبوي.
زما په اند که چېرې ځوانانو ته ولسمشر پاملرنه ونکړی نو دا به د ملت له لویو تاوانونو څخه وی. ملت مو په لویه کچه د اقتصادي، سیاسي او امنیتي کړکیچونو سره مخ شي. زه شخصا په دا عقیده یم، چې د نړیوالو او سیمه ایزو پرمختګونو سره سره ولسمشر باید په پرمختګونو کې د خپل افغان ځوان پرمختګ په نظر کې ونیسي، دا به تر ټولو پیاوړی او پر ځای پریکړه وی، که چېرې ولسمشر د پانګوني په څانګه کې په افغانستان کې د نورو کارګرانو او افرادي ځواک پر ځای خپل ځوان پر ځای کړي.
په هېواد کې به په لویه کچه مسلکي او تخنیکي مرکزونه رامنځته کړای شي. د هېواد له شته ستراتیژیک اهمیت څخه په ګټه افغان ځوان ځواک پر کار بوخت کړي. د ذکر شوې تګلارې له مخې چې د پانګوال نظام بنسټ جوړوی، افغان کاري ځواک په نظر کې ونیول شي. تر څو خپله افغان ځوان ته په خپل کور کې د کاروبار او امنیت زمینه برابره شي. د دې ترڅنګ د وطن پانګونه له بهرني تګ څخه را وګرځي.
بل لورې ته په وطن کې کار کوونکي ځوانان به له خپل ځواک څخه په ګټه د ملت په ساتلو او ملي یوالي رامنځته کولو کې تر پردییو زیات زیار وباسي.
که چېرې تاسو د تور پوستکو ترمنځ د ژوند کولو په اړه یو مشکل ولري او تاسو د دې مشکل د حل په موخه د سپین پوستکو یوه ډله رامعارفي کړی، دا مساله د حل کولو پر ځای به یو بغاوت رامنځته کړی او کیدای شي، په دا کې هیڅوک هیڅ ډول علاقمندي ونه ښايي. ولې له دې به یو شورماشور رامنځته شي. البته دا چې هغو کوڅو کې چې د سپینې ماڼي په لورې ځي، ځوانان به ناست وی او پر دا به بحث کوی، چې ځوانان څه مشکلات لری او څه ته اړتیا لري، دا په داسې حال کې چې موږ به ترې خبر هم نه وو، خو دوی به خپلو مسالو ته د حل لاره را ایستلي وي.
(جیسن – د امریکا د ځوانانو مشر)
Good morning هر څوک، زه په نوم د ښځينه Rita يم، زه يم
د اسپانيا تبعه زه يوې واقعي پور شرکت ته سترګې په لار
په تېرو 6 مياشتو کې او د ټولو لپاره د زه د دوکو کوم چې زه باور ډله ترلاسه کړ
هغوی او د نن ورځې تر پايه، هغوی ماته 6،000.00 ناسم $ پرته ترلاسه امریکا
په بدل کې څه ورکړي، زما ټولې هيلې په اوبو لاهو شوې وه، ما تشويش او
ستومانه، زه دا ډېره ګرانه ده زما د کورنۍ ته خواړه، زه هيڅکله غوښتل
سره هيڅ په خالص پور شرکتونه بیا نه لري، ځکه چې زه
هيڅکله باور کوم پور شرکت چې زه غلط و، نوځکه مې د پور ته لاړ
له یوه ملګري یې څه پيسې، ما د هغې هر څه چې وشول او د هغې وويل
ويل يې زما سره مرسته کولای نه، هغې تاسو پوه شئ چې د پور کمپنۍ ده چې
ما سره مرسته وکړي، هغه يوازې د پور له دوی څخه تر لاسه، هغې ماته چې څنګه د هدايت
د پور لپاره درخواست، هغه څه وکړل شو راته وويل، ما درخواست، که څه هم زه هيڅکله
باور، خو زه هڅه وکړه او زما ستر ناڅاپي زما پور ورکړل شوې
ته په 24 ساعتونو کې ماته، زه د خپل د سترګو باور نه شي، زه خوشحاله يم او
ځوان او زه بډای خدای مننې چې له دې وروسته د ټولو هغو دوکو
د دې په څېر د يوه رښتينې شرکت ځايونو کې اوس هم شته، مهرباني وکړئ، زه مشوره
هر څوک هلته چې د پور ته اړتيا لري او کولای شي،
د باور وړ، او د دې توان ته په خپل وخت بېرته ورکړي ځکه بوديجو ته د جوز سره اړیکه چې ایمیل له لارې په joseloan و وایه: [email protected] هغه نن ته واستوئ او تاسو به خوښ تاسو وکړل شي
آیا تاسو د پور @ 2.5٪ instrest کچه ته اړتيا لري؟ که هو مهربانۍ بېرته له موږ سره د مالوماتو د لاندې کول:
پوره نوم:
د پور مقدار ته اړتیا ده:
د پور موده:
د تلیفون شمیره:
عمر:
د هېواد:
دولت:
میاشتنی عاید:
[email protected]: له لارې د ایمیل له موږ سره بېرته ترلاسه کړئ
څومره زه څخه مي هيله مقدار چريي [[email protected]]]
زما نوم میرمن Julian Garcia. زه په تکزاس کلنو، S، د يو ژوند او زه یو خوشحاله ښځه نن يم؟ او زه د خپل ځان ته وويل، چې د هر قرض چې زما له کورنۍ څخه زموږ د بې وزلو حالت وژغوري، زه به د هر هغه چا، چې د هغه د پور په لټه کې مراجعه وکړئ، نو راته يې خوښي ته زما او زما د کورنۍ ورکړه، زه د 250،000.00 $ پور ته اړتیا وه ټول په توګه ما د یوې مور سره 3 کوچنیانو څخه زه په دې صادقانه او د خدای له وېرې سړي پور روکونکو ته چې له ما سره د 250،000.00 $ پور مرسته سره وکتل يم زما ژوند پیل کړي. ډالره، هغه د خدای له وېرې سړی دی، که په پور ته اړتيا لري او تاسو به د خپل پور بیرته ورکړۍ ونيسئ هغه ورته ووایو چې ده میرمن Julien García، چې د هغه د تاسو ته مراجعه وکړئ. تماس ښاغلي Remy ایمیل آدرس: ([email protected]]) مننه.