هغوی چې افغانستان ته د ورپېښو ستونزو په منځ کې د مسایلو واقعي، ملي او په تول پوره تفسیر کوي په رشتیا چې زعماوو او ولس ته سمه لاره ښیي.

داسې کسان ډېر کم دي یا خو ددې نورو رنګونه پرې دومره حاکم دي، چې د هغوی اصلي رنګونه یې پیکه کړي، رسنیو ته زر په ګوتو نه ورځي، نه غواړي خبرې یې کلیشه یي شي او یا د ژورنالېستانو د معلوماتو د کموالي له وجې هغوی سم نه پېژندل کېږي.

په مقابل کې یې د دویمې ډلې کارپوهانو د ګڼو رسنیو نشراتي مهالوېش ډکولو ته ښه زمینه برابره کړې، هر کاره دي، هر وخت حاضرېږي او په کوارډیناتورانو چې ډېر ناز نه کوي، نو مازې یو هسې ست هم ورته کافي شافي دی.

هغسې چې یو شمېر رسنۍ قصدي یا غیر قصدي د ځینو خاصو بهرنیو او داخلي کړیو لپاره استعمالېږي همداسې دا دویمه ډله کارپوهان هم درواخله.

د قصدي او غیر قصدي استعمالېدو څخه مې هدف دادی، چې دغه رسنۍ لاسي د سوژو سرچینه بهرنۍ منبعې ګرځوي او یا کاري نا مسلکي والی او ځان نه په زحمت کول یې اړ باسي هر خبر، هر بحث او د نشراتي مهالوېش هره شېبه یې د بهرنیو رسنیو موضوعات واؤسي.

د بحثونو، خبرونو او نشراتي مهالوېش لپاره چې موضوع د رسنیو زمامداران انتخابوي، نو د دوی کاري نا مسلکي والی دې دویمې ډلې کارپوهانو ته ښه زمینه برابروي او پرې ورماش وي. پدې توګه د بهرنیو انتخاب شویو سوژو د سرچینو هدف ته په مفته کمپاین کېږي.

بهرنۍ رسنۍ که هغه چاپي دي، که لیدنۍ او یا اوریدنۍ موضوعات څه دومره په اسانه نه پیدا کوي، د هغوی هر کارکوونکی مکلف دی د ورځې یوه جالبه او نوې موضوع ومومي او د ډېری دغه ډول موضوعاتو ټاکل نن سبا سیاسي سرچینې هم وي. د بېلګې په توګه که نیویارک ټایمز د امریکا او افغانستان د اړیکو د خرابېدو په اړه په نوې موضوع لیډنګ سټوري یا اصلي خبر جوړوي، نو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړو وتلو موضوع تر مشورې وروسته انتخابول یې سیاسي هدف ته رسېدو کې ډېره مرسته کوي.

زه په کابل کې د یوې چاپي رسنۍ کارکوونکي پېژنم، هغوی د ناب موضوع موندلو لپاره له سهاره تر مازیګره فکر کوي، له نورو خبریالانو سره اړیکي نیسي او ښه ځان په زحمت کوي. سبا د کابل د نیمو رسنیو د بحث موضوع د همدغې چاپي رسنۍ د سر موضوع په اساس وي.

په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو سره لاسي د نړیوالو مرستو نیمه برخه پیسې د بیان د ازادۍ په نوم د رسنیو د ګڼوالي لپاره ووېشل شوې، څو په اوږدمهال کې په همدغو رسنیو په اسانه د خپلو پیغامونو  خپرولو ته زمینه برابره کړي، نن همداسې کېږي.

د رسنیو د همدغه کشمکش په شان دا دویمه ډله کارپوهان هم لکه د فارمي چرګوړو له هګیو راواېستل شول او نن د بهرنیو اهدافو لپاره په اسانه او ارزانه استعمالېږي.

هر ځل له پېښو وروسته:

ښکاري لا اوس هم په هېواد کې مسلکي رسنۍ او مسلکي ژورنالېستان ډېر کم دي. دوی حالاتو ته په کتو مهم موضوعات راپورته کوي او پدې ډول ولس او زمامداران له راتلونکو ممکنه پېښو خبروي، خو په مقابل کې یې د دویمې ډلې د کارپوهانو پیغام انعکاسونکې رسنۍ او دوی دواړه هر ځل د کار د اسانتیا لپاره له پېښو وروسته تحلیل ته ملا ورتړي.

په عمل کې دوی له بني اسرائیلو سره هېڅ توپیر نه لري، هغوی د دسترخوان په تیارو خوړو شخوند وهه او دا کار هم ورته سخت و، ځکه خو خدای پرې خپل نعمتونه ودرول. اوس دا دویمه ډله کارپوهان هم په تیارو موضوعاتو شخوند وهي او ځانته هم غره وي، چې والله هېواد ته خو یې لوی کار وکړ.

ددې لاسي او غیر عمدي زمینه سازۍ فکتورونه ډېر دي: لټۍ، اقتصادي ستونزې او سیاسي محور یې په سر کې دي، چې په اساس یې دا دویمه ډله کارپوهان د موضوعاتو اصلي سرچینې ته په مفته کمپاین کوي.

دوی چې د اقتصادي ستونزو له وجې پخپل ټیم کې د اړتیا وړ خبریالان نشي ګومارلی، نو مجبور دي ټوله تکیه په یو ژباړن وکړي، هغه ورته له انګلیسي خبرونه را ژباړي او یو بل کس یې ورته په غږیزه بڼه اړوي.

په ډلو پورې د دویمې ډلې رسنیو تړاو د سیاسي محور محدوده رامنځته کوي او ددې چوکاټ خبریالان لاسي اصلي اهدافو ته خدمت کوي او د ځینو رسنیو د کارکوونکو نا مسلکيتوب د لټۍ نښه ده.

په هر ګردي میز او هر خبر کې د دویمه ډله کارپوهانو تکیه کلام د اساسي قانون ذکر وي. دوی چې هر کاره دي د مطرح کېدو کمال یې پدې کې دی، چې هرې موضوع ته د اساسي قانون د اړوندې مادې شمېره په یادو یادوي، نه ماده تفسیروي، نه یې د تفسیر توان لري او نه د خپل تفسیر ایډیال وي.

د افغانستان تر نیمو زیاتو رسنیو بحثونه او خبري کلیپونه د همدغه ډول کسانو په نظرونو ډک دي، دوی چې پخپله د سمې لارې لارښوودونکي او مفسرین نشي ګرځېدلی د لومړۍ ډله کارپوهانو ځای هم نیسي او پدې توګه ولس له حقیقتونو په واټن کې ساتي.

یوازې په کارپوهانه تکیه کلامونو د ژورنالېستانو سترګو ته خاورې شیندي او په هره موضوع د دوی نظرونو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

له محور ورځپاڼې په مننې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *