تاند – د سیمې د چارو کارپوهان وایي چې په پاکستان کې د تېرې اونۍ په ترڅ کې شوي چاودنې او بریدونه پخپله د دغه هېواد استخباراتي ادارو د هغوی له ارتباطي سازمانونو سره په ګډه ترسره کړي دي.

ویل کیږي چې پاکستاني ادارو او د هغوی ارتباطي سازمانونو وروسته له هغه په دې کار لاس پورې کړ چې نړیوالې ټولنې او په سر کې یې د امریکا متحده ایالات دې نتیجې ته ورسېدل چې په سیمه کې د پاکستان استخباراتي ادارې په ترهګریزو فعالیتونو کې نېغ په نېغه لاس لري او د داسې پېښو د ترسره کولو له لارې په سیمه کې پراختیا غواړي.

د پښتونخوا اوسېدونکی امیر یوسفزی لیکي، په ګاونډیانو باندې د الزاماتو لګولو پر ځای له مولانا سمیع الحق څخه وپوښتئ چې ستا کومو کومو بچیانو پرون په مومند ایجنسۍ، پېښور او نن په سیهون شریف باندې حمله وکړه؟

مولانا سمیع الحق او مولانا اشرف طاهري د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال کیاني سره

ښاغلی یوسفزی لیکي، په سیهون شریف باندې حمله هغو کړې چې په افغانستان، فاټا او پښتونخوا کې په جوماتونو کې حملې کوي، خو له بده مرغه چې هغه کسان چې په افغانستان کې حملې کوي پاکستانی مولانا سمیع الحق یې خپل بچیان ګڼي او هغه چې په سیهون شریف یې حمله کړې هغوی ته دهشتګرد وایي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وایي، پاکستان وروسته له هغه په افغانستان د وروستیو پېښو تور ولګاوه چې د آی اېس آی او اېم آی مؤکل عناصرو په پاکستان کې وروستۍ حملې ترسره کړې.

ښاغلی نبیل لیکي، په دې کار سره پاکستان غواړي چې په امریکا کې پالیسي جوړونکي په داسې حال کې تر تاثیر لاندې راولي چې د ډونالډ ټرمپ اداره په سیمه کې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره په خپله ستراتیژي بیاغور کوي. په دې کار سره د پاکستان هدف دا دی چې د امریکا پام له دې نه واړوي چې پاکستان د ترهګرو لپاره یو خوندي ځای دی.

د ملي امنیت دغه پخوانی رییس وړاندې لیکي، یو ځل بیا، پاکستان غواړي چې داسې کارډ ولوبوي چې وښیي دغه هېواد پخپله قرباني دی، او په دې توګه خپلې د چال او فرېب لوبې ته دوام ورکړي.

نبیل زیاتوي، هغوی غواړي چې فاټا د خیبرپښتونخوا برخه وګرځوي. د هغوی د پلان د یوې برخې په توګه، د هغوی هدف دا دی چې د ډیورنډ د کرښې بندول توجیه کړي.

مولانا سمیع الحق د آی اېس آی پخواني مشر جنرال حمیدګل سره

رحمت الله نبیل په پای کې لیکي، ۲۰۱۷ کال په افغانستان کې د پاکستان د مؤکل عناصرو لپاره یو مهم کال دی، هغوی غواړي چې په افغانستان کې خپله لاسوهنه توجیه کړي او قانوني بڼه ورکړي.

په پاکستان کې له یوې اوږدې ارامۍ څخه وروسته د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د لاهور، پېښور، مومندو ایجنسۍ، کوېټې او سیهون شریف په شمول سیمو کې له پنځو څخه ډېرې ترهګریزې پېښې وشوې چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او تر دې ډېر نور په کې ټپيان شول. په دې حملو کې د پاکستان څلور واړه ایالتونه په نښه کړای شوي دي چې وښودل شي چې عاملان په ټولو ایالتونو کې فعالیتونه ترسره کوي.

2 thoughts on “کارپوهان وایي د پاکستان وروستي بریدونه د دغه هېواد ارتباطي سازمانونو ترسره کړي دي”
  1. د پيښور او کوټې دحملو تور که په افغانستان ولګوي ځينې خلک ممکن باور وکړي، ځکه چې دواړه ایالتونه افغانستان سره پوله لري، خو په لاهور او کراچۍ کې حملې خو صرف ای اس ای کولی شي. هسې دې خپل خلک نه وژني که دا نیم پاکستان مړ هم کړئ ستاسو تور مخونه او د خپلو خلکو په وینو رنګ لاسونه نه سپينیږي، او نه درباندې ټرمپ زړه سیزي. نور مو د زوال ورځې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *