تاند- یو شمېر ایستونیايي کارګرو په دې ګومان چې سپی په یوه کنګل سین کې ګیر دی، هغه وژغوره او خپل موټر ته یې یووړ.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، کارګرو د سیندي بند (Sindi) په پارنو (Parnu) سین کې کار کاوه چې په کنګل شویو اوبو کې یې یو حیوان ولید.

دوی په منډه کنګلونه لېرې کړل او حیوان یې ورڅخه راوایست.

خو هغوی هاله حیران شول چې سپی نه بلکې لېوه یې ژغورلی دی.

سره له دې چې لېوه کارګر وبېرول خو هغه ډېر ستومانه شوی و او چا ته یې خوله وانه چوله.

د سیمې د حیواناتو کلینیک تایید کړه چې دا حیوان لېوه دی او شاوخوا یو کلن دی.

د ایستونیا هیواد د چاپېریال ساتنې اداره غواړي چې یو چیپ په لېوه پورې وتړي څو د هغه څرک ولګولی شي.

سره له دې چې په اکثرو اروپايي هیوادونو کې د لېوانو نسل په ختمېدو دی خو په ایستونیا کې په سلګونو لېوان اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *