د انسان لپاره د ډير شيانو د جوړولو لپاره د ځمکې تر څنګ کار ته اړتيا ده  چې انسان یې باید  تر سره  کړي.  د اقتصاد په نړۍ  کې کار  ډير مهم عنصر  ګڼل کيږي چې د کارګر په وسیله سرته رسي ،کار ګر په اقتصاد کې   ډير ارزښت لري ، ځکه چې  هم تولیدونکی او هم   مصرفونکی  دی .  کار د تولید د  د څلورو عواملو څخه یو عامل  ګنل کيږي  چې  د کارل مارکس  او ډيوډ ريکارډو  له خوا چې د اقتصاد د علم پوهان دي  د تولید په عواملو کې لومړیتوب ورکړل شوی دی . کار هغه ذهني او فزيکې کړن دی چې د اجورې يا د معاش  په بدل کې یې کارګر ترسره کوي .

کله چې په نړۍ کې صنعتي اوښتون رامنځته شو په کرنه کې  دندې کمې شوې کار ګرو  صنعت ته مخه کړه  تر څو یې ژوند پايښت پیدا کړي .  خو له بده مرغه پانګوالو او صنعت کارانو داسې قوانین جوړ کړي ول چې د کارګرو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه پورته کیدله ، کار ي وخت   ډير  و، د کار شرایط سخت ول  ، په ټوله کې بشري حقوق تر پښو لاندې کیدل .  خوکله  چې په نولسمه میلادي پیړۍ کې  یو شمیر خلکو چې Tolpuddle Martyrs of Dorset په نامه ول د کارګرو د یوالي  ټولنه   جوړه کړه  او د جوړو قوانیو په خلاف یې اواز  پورته کړو  نو ددې کړنو په سبب مجازات شول . خو وروسته بیا نورې هڅې هم وشوی چې  بالاخره په کال 1864 کال کې د لومړی ځل لپاره  په  لندن کې د کارګرو ټولنه جوړه شوه چې نوم یې International Workingmen’s Association او اساسي مسله په کې د کارګرو منظمیدل د کاري وخت د کمښت وو په کال 1871 په فرانسه کې Paris Commune جوړ شو او د نولسمې میلادي پيړې په منځ کې د کارګرو خوځښت نړیوال شو . او په لومړی ځل په امریکا کال 1882 د سپمټمبر په 5 د درې نۍ  په ورځ د کارګرو نړیوال ورځ ولمانځل شوه .

په کال 1886 د می د میاشتې په څلورمه نیټه د امریکا د متحده ایالاتونو په شیکاګو کې  کارګرو د  څلورو   ورځو لپاره د کار نه کولو  اعتصاب وکړو د حکومت له خوا پرې زور زیاتی وشو   چې په پایله کې یو شمیر کارګر  مړه اویو شمیر  بندیان شول او څلور نفر یې ترې اعدام کړل چې دې کارګرو غوښته د کاري وخت کمښت و چې په د اعتصاب کې  3000000 کارګرو 1300 کارخانې  بندې کړې وې  .کله چې پوليسو غوښتل کارګر تیت کړي  نو په همدې حالت کې چودنه رامنځته شو چې په پایله کې دپولیسو یو مامور مړ او یو شمیر کارګر ټپیان شول چې له هغې وروسته  د مې د میاشتې لومړی نيټه په څه باندې 80 هيوادونو کې د کارګرود نړیوالوې ورځې په نامه لمانځل کيږي .

لیبرالیزم  بیا به نولسمه میلادي پيړې کې فعال شو  د کارګرو ډیر ګوندونه او تولنې رامنځته شوې  خو یوه خبره د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې د نورو پوهانو تر څنګ  جرمني اقتصاد پوه کارل مارکس د کار ګرو د ژوند د ښه توب لپاره   ډيرې منډې وکړی  او تل به یې د نړۍ په کارګرانو دا غږ کولو چې سره یو شی . کارګرو د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره ډيرې ټولنې جوړې کړی تر څو خپل حقوق ترلاسه کړي . کارګرو ټولنه هغې ټولنې ته وايي چې په خپلواک ډول د کارګرو د کار حالت برقرار وساتي او د ښه والي لپاره يې هڅې کوي . د کارګرو د ټولنې دندې په  دې  ډول دي :د کارګرو لپاره د معقولې او مناسب اجورې ټاکل ،د کار شرایط سمول،د کار ګرو یو ځای والی اود چنې وهلو  د قوت ډیرښت،چارواکو ته د کارګرو غږ رسول،د کار ګرو د عرضې تنظیمول،د هغوی د روغیتا ساتنه په کارخانو او نور برخو کې ،بیکاره او ناروغه کارګرو سره مرسته او د کار ګرو اخلاق ،دود او دستور سمه ول . په همدې ډول د اسلام په مبارک دين کې هم د کارګر په اړه راغلی چې مخکې له دې چې د کارګر خولې وچې شي اجوره یې باید ورکړل شي .

 زموږ په ګران هيواد کې د کارګرو ټولنه په کال 1343 ه ش کې تاسیس چې اوسمهال په ټول هيواد کې 25 دفترونه لري او د کارګرو د ژوند د ښه کیدو لپاره هلې ځلې ترسره کوي .

له بده مرغه باید ووایم چې زموږ په هيواد کې د کارګرو ژوند ډیر خراب دی  کار ګر په دې هم نه دي خبر چې دوی هم یوه ورځ  لري ،په  سلګونه زره  کارګر  بیکاره دي ، کارګر له بلا ستونزو (،بې وزلي ،بې کوري ، نا امني ،فرهنګي ستونزې  ، د کار د قانون خلاف په اونۍ کې له سلو ساعتو ډير کار،د کار نه موندل ، بهرنیو هيوادونو ته غیرې قانوني سفر، په بهرنیو هيوادونو کې  د کار شرایط نه برابریدل د هغو هیوادونو له خو ورسره بیلابیل ظلمونه ، جسمي  او ذهني ستونزې،ټولنیزې ستونزې ، بې سوادي ،د کار په اړه د پوهې نشتون ،له خپلو حقوقو بې خبر،  د  کار په اړه پوه نه نه  لرل ، کاري  وخت ډیرښت ،د پرمختګ موقعې نه مساعدیل د د اجورې کمښت ،د کارګر په خوښه د کار نشتون ،د کار تحفظ  نشتوالی، روغتیا اسانتیاو نه لرل ،بريښنا نشتون  ، په کار کې  له زړو وسایلو کار اخیستل ) سره لاس او ګریوان دی  . او یو شمیر ورې ستونزې دي چې حکومت او په هيواد کې شته خصوصي سکتور باید ورته په جدي توګه پاملرنه وکړي تر څو  د کارګرو ستونزې حل او د هوسا ژوند خاوندان شي . درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *