کاریکاتوري د “کاریکاتور” او “توري” له کلمو څخه مشتق شوې چې لومړی ځل په پښتو کې کارول کېږي، او داسې نثر دی چې یو ترسيمي او کاریکاتوري طنز په تورو کې بیانوي چې تر ډېره سیاسي، اخلاقي، ټولنیز او ځینې وخت عاشقانه موضوعات په ځان کې رانغاړي.

کاریکاتور

کاریکاتور یو ډول انځورګري ده چې د هدف وړ موضوع په خندونکي ډول انځوروي. کاریکاتور کلمه له “کاریکاره” ایټالیايي فعل څخه اخیستل شوې چې مانا یې بارول دي. کاریکاره جریمه کولو او ملامتولو ته هم ویل کېږي او داسې ښکاري چې لومړی ځل د موسیني په نامه یوه لیکوال په ۱۶۴۶ میلادي کال دا کلمه کارولې او ښايي هغه هم له کاراچي کلمې چې د خپل وخت د بلونيايي واټونو نقاشي یې وه اخیستې وي.

کاریکاتور هنر حتی د چاپ له صنعت څخه هم ډېر وړاندې په نړۍ کې شته و. لومړني کاریکاتورونه چې سیاسي او ټولنیز موضوعات يې په ځان کې رانغاړلي وو په پمپي ښار کې په کیندنو کې تر لاسه شوي چې فکر کېږي ۱۹۰۰ کاله تر خاورو او ایرو لاندې وو. دا کاریکاتورونه په ډبرینو ستنو کې کیندل شوي وو او هر چا یې ننداره کولای شوه. په شپاړسمه میلادي پیړۍ کې ستر انځورګران صحنې ته راغلل لکه هولباین او داسې نور خو کاریکاتور چې موضوع یې د اشخاصو خندوونکي اړخونه نندارې ته اېښودل وي په اولسمه پیړۍ کې د آګوستینو کاراچي له خوا په ایټالیا کې دود شو.

په ټولنیزو شبکو کې

په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې په تیره بیا فېسبوک کې بېلابېلې کېنایې او کاریکاتوري جملو ته ورته لیکلي لیکل کېږي چې ځینې وخت حتی عنوان هم کېنایه ورته ټاکي او ځینې وخت یواځې جمله وي چې په حقیقت کې هماغه کاریکاتوري دي.

د کاریکاتوري لوستونکي باید د تورو تر شا محتوا ته دقت وکړي تر څو نتیجه تر لاسه کړي. د کاریکاتوري د هرې جملې له لوستلو وروسته لوستونکی اړ کېږي چې نوی او ناتجربه شوی فکر وکړي. په نورو ژبو کې کاریکاتوري ته ورته جملې ادیبانو داسې ونې بللې چې هره ورځ یې وینو او ظاهري نظر پرې اچوو خو پام نه ورته کوو لکه داسې واقعیت ګرځېدلی چې ورسره عدات شوي یو. په دې سبک لیکنه کې معناګانې د یوه نقاب په توګه په کلماتو پرې دي په داسې حال کې چې په نورو سبکونو کې تقریباً دا موضوع دا موضوع اپوټه ده.

له کیسه ګۍ او ویناوو سره یې توپیر

په لنډون کې د کاریکاتوري، کیسه ګۍ یا هم د لنډو لنډو جملو او ویناوو تر منځ چې قصار جملې یې هم بولي ډېر توپیر نشته، مګر ژور توپیرونه لري. کیسه ګۍ هڅه کوي په تر ټولو لږو ممکنه کلمو کې یوه کیسه او صحنه انځور کړي خو کاریکاتوري تر ډېره په طنزي بڼه یوه لنډه وینا ده او له نورو ویناوو سره یې توپیر دا دی چې هغه ویناوې د پوهانو او مشرانو له ویناوو څخه را اخیستل شوې لکه د کنفوسیوس او سقراط او … خو کاریکاتوري لنډې طنزي جملې دي چې په ورځنیو موضوعاتو راڅرخي.

ځانګړنې:

دا چې د کاریکاتوري هم مینیمال لیکنه ده خو اصلي چورلیځ يې طنز دی نو ښايي همدا ځانګړنه يې له نورو ژانرونو په آسانه بېل کړي.

کاریکاتوري یواځې د لوستونکي د خندولو موخه نه تعقیبوي بلکه ډېری وخت په بشپړ جدي ډول یوه موضوع بیانوي.

ځینې وخت داسې فکر هم پیدا کېږي چې کاریکاتوري داسې نثر دی چې ویل کېدونکي لیدل کېدونکي (تصویري/انځوریز) کړي.

د مانا له لحاظه تر ډېره صراحت لري، حتی ویل کېدای شي معنا یې د تورو او کلمو پر مخ د نقاب په شان غوړولې

کاریکاتوري دغه راز د کلمو له څو مانا والي هم استفاده کوي، یوه کلمه چې څو ماناوې ترې اخیستل کېدای شي په کاریکاتوري کې ښه طنزي مانا او مفهوم ترسیمولای شي.

کاریکاتوري تر ډېره د ورځنیو پېښو او سملاسي موضوعاتو لپاره وړ چوکاټ دی او تر ډېره ورځني موضوعات پکې ځایول کېږي.

په پخوانیو ادبیاتو کې نه پدې نامه څه شته دي او نه په سبکونو او ژانرونو کې یاد شوی، خو کېدای شي په دې تول پوره او دې ته ورته ګڼې بېلګې يې هم په نثر او هم په نظم کې وموندل شي.

لنډون او مینمالیزم یې ځانګړنه ده، تر ټولو ستره هڅه دا ده چې په تر ټولو لږو کلمو او حتی لږو ممکنه تورو سره د هدف وړ ترسیمي او کاریکاتوري موضوع په طنزي بڼه ولیکي.

فکر کېږي چې په نړیوالو ادبیاتو کې د کاریکاتوري په څېر لیکلي تر ډېره د فرانسوي ناول لیکوال ژیلبرت سیسبرن (۱۹۱۳ – ۱۹۷۹) له آثارو په اغېز کې دود شوي وي. ویل کېږي د هغه په آثارو کې تر ډېره دا رنګ کلمات او د لیکلو هنر ډېر لیدل شوی.

بېلګې يې:

فلسفي:

بشر د شپې او ورځې بندي دی (ژباړه)

ماهی د شتون او د باران څاڅکی د نشتون په خاطر په اوبو کې اوسېږي (ژباړه)

چون د لکۍ لرونکي ستوري عمر لنډ دی ځکه هم بیړه لري (ژباړه)

که د مرغه د بندي کولو هڅه وکړم نو د آسمان په اندازه لوی قفس به جوړوم (ژباړه)

زړه مې د نړۍ تر ټولو ګڼ مېشت ښار دی (ژباړه)

د باران څاڅکی کوچنی سمندر دی (ژباړه)

د ژوند فریاد د هدیرې په سکوت کې کېني (ژباړه)

پشۍ له هر چا ډېر د بندي شوي مرغه د آزادۍ خیال لري

په حوض کې د ونې تصویر ولوېده اوبه وچړپېدې

سیاسي ټولنیز:

د څلورو توکمونو (نژادونو) سیوری یو رنګ دی(ژباړه)

د کابل له غاصبانو شک نشته چې د آزادۍ منار هم غصب کړي

د کابل چارواکي د تفریح پیسې دوشنبې ته ساتي

“موږک د پشۍ متحرک خواړه دي” (ژباړه)

چې په سترګو کې مې اوښکې خلاصې شوې خاندم (ژباړه)

خپل جسد مې ډاکټر ته ور تحفه کړ (ژباړه)

میکروب د لابراتوار په تشخیص د بیا کتنې غوښتنه لري (ژباړه)

د اوبو ارزښت په تنده پورې اړه لري (ژباړه)

منځ لاري؛ یا ستر اوسېږه یا ومره! (ژباړه)

د ونې سیوری چې ریښې نلري نو ځکه هم په پښو نشي درېدلای (ژباړه)

بېې د څو سیاسیونو له زینې اسمان ته ختلې.

تر ټولو بې سره کور د ملت کور دی.

په تریاکو بار معتاد خر منزل ته نه رسیږي.

د ودونو مزي دومره لوړ شوي چې د ځوانانو لاس نه ور رسیږي.

مور مې یوه نېټه ښيي پلار بله، مجبور یم د تولد دوه ورځې ولرم خو د افغانستان تذکره یوه هم نه مني

که څوک د کندهار والي کېږي تر سبا سهار مخکي دي نوم ولیکي (اجمل خان)

انسانان چې آسمان ته خوشبین و الوتکه يې جوړه کړه او چې بدبین شول پراشوټ (د ژغورنې چتر) يې جوړ (ژباړه)

هغه مېوه چې چینجی لري په ګډېدا له ونې غورځي (ژباړه)

جنت د میندو تر پښو لاندې دی او دنیا یې پر اوږو بار ده (ژباړه)

نه مې په یادېږي چې کوم ړانده دې ټېله کړی وم. (ژباړه)

One thought on “کاریکاتوري/ عبدالله الهام جمالزی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *