تاند، چهار شنبه، د اسد ۱۶مه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت له راتلونکې شنبې څخه تر سه شنبې پورې ټول هېواد کې د نېکمرغه لوی اختر په ویاړ څلور ورځې رخصتي اعلان کړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې اړه یوه اعلامیه کې ویلي، د عرفې د ورځې او اختر د دریو ورځو په ویاړ به د ټول هېواد دولتي او غیر دولتي ادارې د اسد د میاشتې له ۱۹مې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د څلورو ورځو لپاره رخصت وي.
د سعودي د اعلان شوې نېټې او هجري شمسي کالیزې به اساس راتلونکې شنبه د حج مراسم او یکشنبه په ټوله اسلامي نړۍ کې د لوی اختر لومړی ورځ ده، خو پاکستان یو وار بیا له اسلامي نړۍ سره په اختلاف د دوشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.