کاسا CASA د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ د بريښنا د لیږد هغه پروژه ده چې له مخې به یې له قزغیزستان او تاجکستان هیوادونو څخه افغانستان او پنجاب ته 1300 ميګا واټه بريښنا وليږدول شي .د دې پروژې ټول لګښت یو میلیارد او 170 ميلون ډالره کيږي چې د غړو هيوادونو له خوا ورکول کيږي. د افغانستان برخه د نړیوال بانک په غاړه ده . په همدې ډول د امریکا متحده ایالات ، بریتانیا او د اروپا د پانګونې بانک د دې پروژې د مالي ستونزو د کمیدو د مخنيوي لپاره ټټر وهلی دی .دا پروژه1227 کیلومتره اوږدوالی لري چې زموږ په هيواد کې یې اوږد والی 562 کیلومتره رسيږي او د کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل او ننگرهار ولایتونو څخه تیريږي .
له دې پروژې څخه په کلنی ډول افغانستان 60 میلون ډالره عواید او 300 میګا واټه بريښنا ترلاسه کوي .خو ایا دا ګټه زموږ لپاره بس ده ؟ له دې موږ ډيره ګټه نه شوای کولی؟ حقیقت خو دا ده چې په هر لحاظ موږ د زیان په حال کې یو، ځکه افغانستان کابو 75 ملیارده متره معکب د اوبه کلنې جریان لري همدا اوبه بیا د 25زره څخه 30 زره پورې د بريښنا د تولید ظرفیت هم لري او د ټول هيواد رڼولو لپاره 8 زره ميګا واټه بريښنا ته اړیتا ده . مانا دا که موږ له خپلو اوبو څخه په سمه توګه ګټه واخلو د زرګونو ميګا واټو بريښنا د صادرولو ظرفیت لرو او له دې لارې به مو د کال سلګونه میلونه ډالره ګټه ترلاسه کول .
له بلې خوا زموږ ګاونډی هیواد پنجاب هم په ډيره پيمانه بريښنا ته اړتیا لري او ورسره د سیمې ډير مهم هيواد هندوستان هم له ورته ستونزې سره مخ دی د د داوړو هیوادنو لپاره زموږ هيواد نژدې او په اسانۍ سره يې کولی شول چې له موږ څخه يې بريښنا وارد کړی وای ، له بلې خوا به زموږ تر اقتصادي اغیز لاندې هم وای او د ټرايزيټ په برخه کې چې موږ له کومو ستونزو سره لاس او ګریوان یو ، بې له شکه به له منځه تللی وای .
خو دا هر څه ونه شول یوازې موږ همدې ته خوشال یو چې موږ به د کال 60 ميلونه ډالره او 300 میګا واټه بريښنا ترلاسه کوو چې دا ارقام د پورتنیو ارقامو په وړاندې ډیر کم دي . له بلې خوا که په راتلونکی کې موږ په دې وتوانیدو چې بريښنا تولید کړو بیابه یې پر چا وپلورو ځکه بازار خو همدا دی چې د مرکزي اسیا هیوادونو ونیو ،په همدې ډول به زموږ د ټرانزيټ ستونزه به همداسې ستونزه پاتې شي ځکه موږ به په پنجاب کومه اغیزه ونه لرو او که موږ له دې پروژو پرې فشار وارد کړو نو مرکزي اسیا هيوادونه هم له لاسه ورکوو ځکه هغوی هم په همدې پروژه کې مخامخ ښکیل دي .
خدای دی مل شي د وطن او د ملګرو – رهبران یې خر څوي په سوداګرو .
درنښت