زموږ په ټولنه کې او که ووايم په ټوله کې افغانانو کې يو لوی عادت له پخوا راهيسې دود دی چې ښه کار ډېر وروسته ترسره کوي، يانې هغه وخت يې ترسره کړي چې وخت تېر وي، ځينې کارونه دي که چېرته په خپل وخت ترسره شي نو څو چنده به يې ګټه ډېره وي.
ددې پر خلاف یو افغانان یو بل عادت هم لري چې، ځينې کارونه مخکې له وخت ترسره کوي چې دا هم بې ځایه تاوان او ناکام پلان دی ځکه هرڅه پر خپل وخت ګټور او غېزمن وي.
د سکالو د ښه روښانتيا لپاره به بېلګې وړاندې کړم، زموږ د ټولنې ډېر خلک هغه وخت زده کړې کوي چې، عمر يې ډېر وي، که څه هم په ډېر عمر کې د زده کړې کول کوم عیب نه دی خو پوښتنه دا ده ولې په خپل وخت نه کوي؟
که دغې پوښتنې ته موږ دليل پيدا کړو چې خلک ناپوهه دي، دا زه نه منم اوس هرڅوک پوهيږي او انسان ته خدای ج فضيلت او غوره والی هم په دې ورکړی دی چې په ډېرو د ښه او بد توپير کولی شي، زموږ ټولنې يوه اسلامي ټولنه ده او داسې څوک به نه وي چې لومړنۍ اسلامي او د يني زده کړې يې نه وي کړي، خپله د يني زده کړې کول ددوی لپاره پوهاوی دی او په دې پوهيږي چې د علم تر لاسه کول فرض دي او پرته له پوهې ژوند څه چې، ټوله ټولنه او هېواد له ستونزو سره مخ کوي، نو بيا ولې پر خپل وخت زده کړې نه کوو؟
دوهمه بېلګه ځينې وخت بېړه کوو ښه بېلګه يې د کوچنيو نجونو ورکول او کوچني زوی ته کوژده کول دي، په ډېرو سيمو کې چې ما خپله ليدلي دي دغه کار د دوه لويو لويو کورنيو ترمنځ دښمنۍ پيدا کړي دي چې مخه يې نيول د هر چا له توانه وتلی کار دی.
خپلې خبرې ته راځم شاید په پورته بېلګو موضوع لږه روښانه شوې وي، هلمند کې د هېواد د ۲۲ مې کليزې په وياړ د ولسمشر د ځانګړي فرمان پر اساس ۱۷۶ تنه زندانيان خوشې شول.
دغه زندانيان په داسې حال کې خوشې شول چې دولتي لوړپوړي مسؤلين هم حاضر ول دوی له خوشي شويو كسانو وغوښتل چې خپلو سيمو ته د سولې پيغام ورسوي اود دوهم ځل لپاره په داسې كړنولاس پورې نه كړي چې يو ځل بيا زندان ته ولاړشي.
دا د زندانيانو، د دوی د کورنيو او د ټولو هلمديانو لپاره د دولت لخوا په زړه پورې زېری او خبر دی، چې په دومره لوړه کچه بنديان له زندان خوشې کيږي.
سمه ده، زندانيان خو خوشې شول بيا به شايد داسې کړنه او جرم هم ونکړي چې، بېرته زندان ته راشي شايد پوهېدلې وي، ځکه د پوهېدو ترشا يې لوي راز پروت دی.
اوس د دولت لخوا زندانونه په ښوونيزو مرکزونو بدل شوي دي او هر زنداني ته په بېلابېلو برخو کې زده کړي ورکول کيږي او له يو مسلک څخه برخمن کیږي.
په زړه پورې خبره خو لا دا ده چې، زندانيان تش په نوم زنداني ياديږي خو په هلمند کې چې کله یو بندي کورته او خپلې کورنۍ ته ستنيږي نو هغه د چا خبره “ډکې منګولې ستنيږي” زموږ هر زنداني یا قاري وي، یا مولا وي، یاد کوم حرفوي مسلک خاوند وي او يا هم د کمپيوټر او نورو زده کړو برخمن وي، چې دا هم د زندانيانو د کورنيو لپاره لویه نيکمرغي ده.
زموږ د ټولنې هغه وګړی چې د یو جرم له امله د زندان تورو خونو ته لويدلی وي، له نيکمرغه د دولت لخوا ورته داسې ښکلې طرحه جوړه شوې ده؛ چې هغه انسان چې مخکې د ټولنې په زیان تمامېدو، یا به یې وژنې کولې، یا به یې د چا په حق تېری کوو او یا به یې بله کړنه کوله اوس یوازې دا نه چې په خپل کړي جرم پښېمانه کيږي له بل پلو د یوې داسې پوهې او مسلک خاوند کيږي چې د ټولنې هر وګړي ته ترې ګټه او فايده رسيږي.
ددولت لخوا دغه پلان او طرحه جوړېدل يو لوی پرمختګ دی، او دا به په ټولنه کې د جرم د کمېدو ترڅنګ ټولنه د نيکمرغۍ او پرمختګ لور ته بوځي، ځکه زموږ په ټولنه کې د هرې ستونزې د زېږېدو لامل ناپوهي او نالوستي ده، او هر مجرم چې هر ډول جرم کوي، په دې نه پوهيږي چې دا یوازې زما او زما کورنۍ ته نه بلکې ټولې ټولنې او ټول هېواد ته تاوان، ظلم او جفا ده.
که زموږ په ټولنه کې د لوستو او پوهو خلکو فيصدي لوړه شي نو د هر ډول جرم مخه به ونيول شي، په بهرنيو او پرمختللو هېوادونو کې ولې امنيت دی؟
ولې د جرم مخه نيول شوې ده؟
ولې خلک ناوړه کړنې نه کوي؟
لوی لامل یې دا دی چې، هغوی پوهه دي، زده کړې یې کړي دي او په دې پوهيږي چې، جرم له يوې خوا خپلې کورنۍ ته لوی زيان دی، بلکې ټولنه هم له بدختۍ سره مخ کوي.
او زموږ په ټولنه کې خو جرم له ډېرو خواو لوی لوی زیانونه لري، له یوې خوا مجرم د قانون سرغړوونکی ګرځي، بل پلو په خپل کلتور پښې ږدي او د اسلام د مقدس دين له نظره هم د لوی خدای ج پر وړاندې ستر جرم کول دي، چې ددغه جرم په بدل کې یا خو په دې نړۍ او یا هم په ابدي نړۍ(قيامت) کې سزا ويني.
ددغه جرمونو د مخنيوي لپاره دولت نېغ په نېغه په زندان کې ښوونځي او لوست ځایونه جوړ کړي دي، په هلمند کې چې مرکزي زندان ته يو ښاغلی ورشي کټ مټ پرې د یو پوهنتون او يا هم د ښوونيز او روزنيز مرکز ګمان کوي.
د ځينو بهرنيو موسسو پر مټ د زندانيانو د بوخت ساتلو لپاره ښکلې زمينه برابره شوې ده، له یوې خوا بوختياوې او بل پلو زندانيان پر ځای ددې چې ناسم فکر وکړي ددوی فکرونه او ذهن مثبت لور ته کشوي.
زه د دولت دغه يون له ډېرو پرمختګونو او ډېرو نورو مرستو په پرتله پياوړی، پر ځای او له پرمختګ ډک بولم، خو که یوې بلې نقطې ته هم پاملرنه وشي نو دغه زندانيان به مخکې له دې چې زندان ته راشي له زده کړو او مسلک څخه برخمن شي.
کاشکې دولت دا فکر هم وکړي چې دغه خلک ولې جرم کوي؟
زندانيان هم کورنۍ لري، مور او پلار لري خور لري، مېرمن او اولادونه لري، هيڅوک نه غواړي چې په لوی لاس دغه هر څه پريږدي او زندان ته ولاړ شي خو ځينې لاملونه او ستونزې شته چې د ټولنې خلک دې ته اړ شوي دي چې ځينې کړنې له مجبورۍ ترسره کړي او ځای يې زندان شي.
لکه مخکې چې مې وويل يو لوی لامل يې ناپوهي ده، ورسره جوخت بل ستر لامل د اقتصاد ضعف دی چې ډېر خلک خپلې کورنۍ ته د نفقې پيدا کولو لپاره په داسې کړنو لاس پورې کوي چې هم د ټولنې په زيان وي او هم د اسلام د مبارک دين غندلی وي.
اوس هم زموږ په ټولنه کې ډېر با استعداده ځوانان د ځينو ستونزو او مجبوريتونو له امله زده کړې نشي کولی، دوی نالوستي دي، او له ځينې مجبوريتونو او اړتياو له مخې ناوړه کارونه ته مخه کوي، که دولت، مرسته کوونکي او خيريه موسسې زموږ د ټولنې دغه ډول ځوانانو او نورو بې وسو خلکو ته مخکې له دې خدای مکړه د ناپوهۍ او بې علمۍ او يا هم له بلې اړتيا له مخې جرم وکړي او د زندان مستحق وبلل شي؛ ددوی په کليو او کورنو کې د زده کړو او د حرفې د زده کړې زمينه نه برابره کړي او ډېر تمرکز په دغه ډول پروژو او مرستو وکړي نو له یوې خوا به د جرمونو مخه ونيول شي او له بلې خوا به مو ځوانان لوستي او مسلکي شي چې اقتصاد به هم مخ په لوړه لاړشي.
څومره د خوشالۍ خبره به وای چې دغه زندانيانو په ازاده توګه د ټولنې د نورو وګړو په څېر پرته له زندانه زده کړې کړي وي، څومره لوی افتخار به وای ددوی کورنيو ته او دې ټولنې ته.
په وروستيو کې له هغه زندانيانو غوښتنه کووم چې له بند څخه له يوې پوهې او مسلک سره ټولنې ته راستنيږي باید د ټولنې نور وګړي هم له دغه شيانو برخمن کړي او دغه علم او پوهه پر نورو هم وويشي.
په دې هېله چې له هېواده مو د زندان ودانۍ او د زندان نوم داسې ورک شي چې په ټول ژوند څوک د جرم نوم وانخلي او ټول ځوانان مو په ازاد ډول لوستي او له پوهې برخمن شي.