ډېر خلک وایي، کاشکې ځواني وای! زړښت نه وای، ټول عمر مې په مستۍ کې تېر کړی وای.

زما په فکر، ښه ده چې زړښت شته، مرګ شته، جنت او دوزخ شته.

ټوله دنیا له اضدادو جوړه ده، که د انسان خوښه وي او که نه وي، ددې سره به وخت تېروي.

د ځوانۍ په قدر زوړ پوهیږي، د خوشحالۍ احساس هغه څوک کولای شي، چې ډېر خپګانونه یې لیدلي وي، د صحت په قدر مریض ښه پوهیږي.

خو بیا هم د انسان د ژوند هره دوره بېل بېل خوند لري او انسان باید د ژوند په هر پړاو کې خوشحاله وي.

په یوې کورنۍ کې د یو ماشوم چغهار یو ډول خوند لري او د کور مشران (نیا او نیکه ) ته ډېر احترام کېږي.

کله چې یوه میوه داره ونه ګل وکړي، ښه ښکاري او ګلانو ته يې ټول ګوري، د همدې ونې شنه میوه بېل خوند لري او پښه میوه جدا خوند لري.

که چېرې یوکس ټول عمر ځوان وي، اولادونه یې پیدا، ځوانان ، سپین ږیري او مړه شي او دی ځوان وي، دداسې ژوند نه خوند نه شي اخیستلای.

د کال څلورو فصلونو نه انسانان، حیوانات او نباتات ګټې اخلي، که چېرې ژمی نه وای، بارانونه به نه وو، سیندونه او نهرونه به وچ وو او للمې به بې حاصله وې، غرونه او درې به ښکلې او شنې نه وې او ټول به وچ ډاګ وو.

که چېرې اوړی او ګرمي نه وای، میوې به مو نه پخیدې، ټولې غلې او دانې به مو خامې وای. نو د هر پړاو په تېرېدو او ختمیدو کې د بل پړاو د پیدایښت څرک لیدل کېږي.

دنیا له اضدادو جوړه ده، د هر شي په پیدایښت کې د الله تعالی لوی حکمت پروت دی.

کوچنی وم، ځوان شوم، سپین ږيری شوم، او باالاخره مړ شوم، خو ښه ده چې ټول عمر ځوان نه وم!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *