کاغذ باد الوځول، د افغانانو یو ښه ساتېری، چې د ډېرو په باور له هندوستان څخه هېواد ته راوړل شوی او دود شوی دی.
د څرخې نیول، د تار خوشي کول، د کاغذپرانونو په جنګ اچول او په آزاد شوو کاغذبادونو پسې منډې وهل، هغه څه دي چې دا ساتېری یې لا په زړه پورې کړی دی.
د طالبانو د حکومت تر رانسکورېدو وروسته یو ځل بیا د کاغذباد الوځول پیل شول، طالبانو چا ته اجازه نه ورکوله چې کاغذباد والوځوي.
کاغذبادونه یا کاغذپرانونه مختلف ډولونه لري، خو د ښه کاغذباد ځانګړنه دا ده چې کمان یې انعطاف او ځانګړی سبک ولري.
د کاغذپران کاغذ په ښکلو رنګونو او رسمونو سره ښکلی کیږي. پخوا په دغو کاغذونو د مینې او دوستۍ پیغامونه لیکل کېدل. اوس هم یو شمير مینان د خپلو معشوقو د کورونو د پاسه کاغذپرانونه الوځوي.
وروستیو تحولاتو، سیاست هم د کاغذپران په کاغذي اوږو بار کړ چې اوس مهال هم ډول ډول شعارونه د بېلابېلو مناسبتونو په پار په کاغذبادونو لیکل کیږي. بهرمېشتي افغانان د نورو دودیزو مېلو تر څنګ له دې ساتېري هم بې برخې دي.
د کاغذپرانونو په جنګ اچول او آزادول د دې ساتېري هغه برخې دي چې یو لوری هڅه کوي په خپل مهارت سره د مقابل لوري د کاغذ پران تار غوڅ کړي او بیا یې آزاد کړي. ماشومان په ازاد شوي کاغذپران پسې منډې وهي او د نیولو هڅه یې کوي.، آزاد شوی کاغذباد سرګردانه ځمکې ته راښکته کیږي، د ماشومانو لاسونو ته رسیږي او د یو بل جنګ لپاره فضا ته الوځول کیږي.