د شپې ناوخته په شړکنده باران کې دروازه په زوره زوره وټکېده، زړه مې ولوېد، فکر واخيستم، په داسې وخت کې به څوک وي؟ دې باران ته ګوره او د ور ټکېدو ته؟… زه لا په همدې سوچ کې وم، چې يو ځل بيا دروازه د تېر په څېر وټکېده.
زړه مې غټ کړ، دروازې ته له رسېدو وړاندې مې وويل:
– څوک يې؟
له هغې خوا غږ رانغى…. وېره مې زوروره شوه …
– څوک يې؟ ولې خبرې نه کوې؟ په وارخطايۍ مې وپوښتل.
په خپ غږ يې وويل: ګلاب يم… ګلاب… .
د ګلاب د نوم په اورېدو مې بدن ټکان وکړ، ځکه هغه؛ خو څو مياشتې مخکې له کلي تللى و… دروازه مې خلاصه کړه، خپله ګلاب و.
***
زموږ کلى له ښاره په ډېر لرې واټن کې و، له جلال اباده ورته يو-يو نيم ساعت لاره پرته وه، ګلاب زموږ د کلي د ګل دهقان ايکې يو زوى و، لا له دولسم ټولګي فارغ شوى نه و، چې پلار يې له چا څخه د ګلاب د کانکور د اماده ګيو لپاره پيسې پور کړې، خو ګلاب هم د ډېرو نورو په څېر په لوړو نومرو بې پايلې اعلان شو.
پلار يې له مجبورې ورځې له ځان سره په دهقانۍ کې بوخت کړ… هغه له دهقانۍ سره له مخکې څخه يو څه اشنايي لرله.
څه وخت يې له پلاره سره مرسته وکړه، خو د کور مشکلاتو ورته اندېښنې اچولې وې، خپله غريبي يې چې کتله د پټيو کار ورته هېڅ نه ښکارېدل.
يوه شپه د دسترخوان خورولو په وخت کې يې په مړاوي غږ وويل:مورې ما ويل چې په پردۍ دهقانۍ، خو زموږ ګوزاره نه کېږی، که ستاسې خوښه وي، نو زه به عسکرۍ ته تللی وای.
د ګلاب له خبرو سره يې د پلار سترګو کې اوښکې ډنډ شوې، څه شېبه په کوټه کې د خاموشۍ څادر خور شو، مور يې ناڅاپه وويل: نه زويه له عسکرۍ خو درته دهقاني ښه ده، عسکري دي په بلا ولګي.
ګلاب بيا وويل: مورې په ما هېڅ هم نه کېږي، اغا ګل او څو نور هلکان هم ځي.
هغه د چا خبره چې اغاګل د ګلاب د بچ فن يار و، يانې له ماشومتوبه يې ورسره انډيوالي او رورولي وه… هغه هم لکه د ده په څېر په ډېرو تنګسيو او ستونزو کې را ستر شوى و، د شپږو خويندو يوازينى رور و او اوس دې ته مجبور شوى و، چې خپل کلى او کور پرېږدي او پر کومه خوا د مسافرۍ په نيت لاړ شي… خو د کلي نورو همزولو ورته عسکرۍ ته د تلو مشوره ورکړې وه او ده بيا دا خبره له ګلاب خان سره شريکه کړې وه.
پلار يې د اغاګل د نوم په اورېدو سره خوښ شو، ويي ويل: ښه، چې داسې ده، بيا نو زما درسره خوښه ده؛ خو… خو ګوره پر ځان به ډېر پام کوې… او د اغاګل به هم خيال ساتې…ځکه هغه خو هم ما ته له تا کم نه ښکاري.
ګلاب وويل: پلارجانه! ته بې غمه شه!
د سهار له چايو څخه وروسته له پلار سره د پټيو پر لور روان شو… تر سرې غرمې پورې په پټيو کې په کار اخته و… بيا يې يو غټ پنډ ګياه راپرشاه کړه او د کلي پر لور راغى.
مازيګر يې له اغاګل او نورو هلکانو سره د تلو خبره شريکه کړه، ټولو سبا سهار د تلو نېټه وټاکله.
سهار يې مور او پلار له ګلاب سره په ډکو سترګو خدای پاماني وکړه.
***
ورځې او شپې په يو بل پسې په وار اوښتې، تر دې چې د تمرين او درس دوره نوره په ختمېدو شوه، اغاګل او ګلاب ډېر تنګ شوي هم وو، دواړو غوښتل، چې ژر کلي ته ځانونه ورسوي، او د کورنۍ له غړو سره وويني.
د تعليمي دورې خلاصېدو وروسته يې معاشونه ترلاسه کړل او له هغه ځايه يې د کابل-جلال آباد اډې ته ځانونه ورسول.
د لمر له راختو سره د ماهيپر په غرونو راواوښتل… له غرمې څخه مخکې جلال اباد ته راورسېدل، اغا ګل خو غوښتل چې د خويندو لپاره څه سود-سودا وکړي، خو د ګلاب بيا زړه غوښتل چې وزرونه يې لرلای او ځان يې تر کوره رسولی وای.
د ګلاب د ټينګار له وجې اغا ګل هم ورسره ومنله، دواړه د خپل کلي د اډې په لور روان شول، اډې ته په رسېدو يې ماسپښين لمونځ ادا کړ.
له لمانځه وروسته په موټر کې سپاره شول، څو شېبې وروسته ګاډى ډک او د کلي په لور يې حرکت وکړ، له ساعت-نيم مزل وروسته، نصيب ته ګوره چې لاره خارجي عسکرو بنده کړه، لمر خپلې خورې-ورې وړانګې راټولې کړې او د شپې تياره څادر په خورېدو پيل وکړ، د ماښام له اذانونو وروسته لاره د خلکو په مخ پرانيستل شوه.
له کلي څخه يو يو نيم کيلو مټر مخکې څو پټ مخي ناڅاپه د پولچک له يوې او بل لوري مسلح راووتل، د يو لوري په لوړ اواز غږ وشو: دوه کافر پکې ناست دي ولۍ يې؟؟ دا کافر دي، دوى د وطن او دين دښمنان دي… هلۍ ژر کوئ، ولۍ يې… درڅخه روغ لاړ نه شي… شابۍ… شابۍ….
ډرايور ډېر وارخطا شو، خو ما ورته وويل: ګاډى مه ودروه… او ځه… .
***
ګلاب راته کيسه په سختۍ تېروله او ما يې له لاسه پټۍ تاووله ورته مې وويل: ښه اغا ګل او نوره سورلۍ څه شوه!؟
ويې ويل: په مرمۍ له لګېدو وروسته پوی شوی نه يم، د باران په څاڅکو په هوښ راغلم او تر تا مې ځان را ورسولو، ګاډی لاندې خوړ ته ولېدلی.
په تياره کې سره روان شو، ګاډي ته په رسېدو مې څراغ بل کړ د يوه کليوال له کيڼ لاسه وينې روانې وې او د باران له اوبو سره ګډېدې او څو نورکليوال پکې په وينو لړل شوي پراته ول… .
ګلاب رامخ کړ،له درده په ډک غږسره يې وويل: نسيمه! خلک خو وايې، چې وطن د مور حيثيت لري، اوس چې څوک د مور خدمت کوي،هغه په څه کافر شو؟ او ولې ورسره داسې وشي؟