تاند- یوه څېړنه، چې د ساوت پاولو پوهنتون څېړونکو کړې، وايي چې د ورځې درې پیالې کافي یا قهوه د شریانونو د بندېدو له مخنیوي سره مرسته کوي.

دا څېړنه، چې پایلې یې د امریکا د زړه د ناروغیو په خپرونه کې خپرې شوي، پر څه باندې ۴ زره ۴۰۰ تنو شوې ده.

په څېړنه کې معلومه شوې چې د دې څېړنې په سلو کې ۵۶ برخوالو ویلي چې دوی د ورځې لږترلږه دوه ځلې کافي څښله، په سلو کې ۱۲ نورو ویلي چې دوی د ورځې تر درې ځلې زیاته کافي څښله.

کومو کسانو چې کافي زیاته څښله نسبت هغو ته چې لږ کافي یې استعمالوله، د شریانونو یا رګونو لږ کلسیم لرل.

څېړونکي وايي چې دوی دا نه ده ثابته کړې چې څومره کافي د رګونو د بندېدو له مخنیوي سره مرسته کوي، خو یقیناً چې کافي او د رګونو نه بندېدا له یو بل سره تړاو لري.

تر دې پخوا د څېړونکو همدې ډلې ویلي و چې کافي د زړه د ناروغیو له درملنې سره مرسته کوي.

کافي یا قهوه په نړۍ کې ډېره استعمالېږي. اټکل کېږي چې په نړۍ کې د ورځې۲ ملیارده او ۲۵ ملیون پیالې کافي څښل کېږي.

ویل کېږي چې کافي یا قهوه۱۱ پېړۍ پخوا په ایتوپیا کې کشف شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *