کافکا

لیکوال: حیات الله ژوند || 

«زه په پنجره کې یم او د پنجرې ستنې په ما کې دننهدي.» فرانتس کافکا

فرانتس کافکا د معاصر انسان د یواځېتوب سېمبول دی. ده ګوښی ژوند وکړ او د ژوند وروستۍ شېبې يې هم په يواځېتوب کې تېرې کړې.یواځې په دې مانا نهچې ګنې له ټولنې يې ګوښه ژوند کړی، بلکې د ګل پاچا الفت په خبره د ګڼو خلکو په منځ هم سړی یواځې کېدای شي. که څه هم له مور او پلار سره يې ژوند وکاوه؛ خو پلار چې د ده يې اروا ځپلې وه، د کافکا د يواځيتوب لوی سبب شوی و. اصلاً پلار يې د کافکا د آثارو د محتوا په پنځونه کې لوی لاس لاره. په دې مانا نه چې پلار يې نوموړی هڅاوه، بلکې راټه يې، ملګري يې د ده په شان بې ګټې او له عیبونو ډک ګڼل.«یولس زامن» لنډه کیسه يې د دې خبرې لپاره یو دلیل کېدی شي، ځکه په «یولس زامن» کې هر زوی یو عیب نه یو عیب لري. د کافکا آثار له یوې مخې له يواځيتوب او اروايي کشمکش نه ډک دي.نوموړی د پلار د ځانغوښتونکي چلن له امله یواځیتوب ته ټېل وهل شو او پخپله هم خپله لیکوالي د یواځيتوب ثمره ګڼي. نوموړی وايي: «ټول آثار مې د یواځيتوب له برکته پنځولي دي.»

د فرانتس کافکا په مسخه ناولګوټي کې انسان په ګونګټې اوړي. د فابريکې رییس، مور او پلار او بیا خور يې ترې مخ اړوي. له کوټې د راوتلو صلاحیت هم ترې اخیستل کېږي، ځکه څېره يې مسخه شوې وي. ولادمير ناباکوف یاد روسي لیکوال د مسخه ناولګوټي په اړه لیکي: «د هنر تر ټولو رسا پېژند (تعریف) دا دی، هر چېرې چې ښکلا شته، فنا يې هم شته. د دې ساده دلیل له مخې ښکلا پر فنا کېدو محکومه ده. ښکلا تل مري. چې ماده ومري، حرکت هم مري. چې فرد ومري، نړۍ هم مري. که چا مسخه داستان د خزنده پېژندنې په اړه تصویري سازي نه وي ګڼلې؛ نو ورته مبارک دې وي، ځکه دا کسان د مسخه داستان غوره لوستونکي دي.»

کافکا یوه میاشت کم ۴۱ کاله عمر وکړ. نوموړی په ۱۸۸۳ کال کې د چک هېواد په پلازمېنه پراګ کې وزېږېد. په حقوقو پوهنځي کې يې د دکتورا تر کچې زدکړې وکړې. پر فلیسهبویر يې زړه وبایله؛ خو خپل ارمان ته ونه رسېد، که څه هم دوه ځلې يې ورسره کوژده هم وکړه؛ خو کوژده يې د پلار له لاسه فسخه شوه.

که د فرانتس کافکا له حال او احوال نه خبرېدل غواړئ، «پلار ته لیک» کتاب يې ولولئ. پلار ته لیک يې شاوخوا په ۳۶ کلنۍ کې خپل مستبد پلار ته ولیکه؛ خو لیک يې د مور په لاس ورغی او مور يې پرته له دې چې خپل خاوند (د فرانتس کافکا پلار) ته وسپاري، بېرته د هغه ته واستاوه او لیک خپل مقصد ته ونه رسېد. پلار لیک یوې اټوبیوګرافۍ ته ورته کتاب دی.

کافکا په نري رنځ اخته و. چې مړ کېده وزن يې ۴۵ کیلو ګرامه و، که څه هم تر ناروغۍ پخوا يې وزن ۶۵ کیلو ګرامه و؛ خو د ناروغۍ، یواځیتوب او ژور خپګان له امله يې ۲۰ کيلو ګرامه وزن بایللی و.

کافکا د ژور خپګان او اضطراب نه ځورېده، د همدغه ترینګلي حالت له امله يې خوب تښتېدلی و، پر مخ يې دانې راختلې وې، چې دا نښې د راوايي ناکراریو له امله دي. نوموړی په ۱۹۱۷ کې په نري رنځ اخته شو. د نري رنځ له امله د کافکا ستونی دومره ژوبل شوی و، چې ان خواړه يې نه شوی تېروی. هغه مهال د ورید له لارې تغذیه کشف شوې نه وهاو دتغذیې لپاره يې بله لار هم نه لیدل کېده؛ نو نوموړی تر اووه کاله ناروغۍ وروسته داسې مهال ومړ، چې لوږې پسې اخیستی و.

د فرانتس کافکا د مړينې په اړ ویل کېږي، چې نوموړي په لوی لاس د ځان درملنه ونه کړه او خلک په دې باور دي، چې نوموړی ځانوژنه کړې ده. که څه هم ظاهراً يې ځان وژلی نه دی؛ خو په لوی لاس د ځان نه درملنه او په لوی لاس د مرګ کومې ته ځان سپارل پخپله د ځانوژنې په مانا ده.

دا هم څرگنده ده، چې کافکا له خپلې ناروغۍ نه راضي و، کورت ولف ته يې په يو ليک کې وليکل:«دې ناروغۍ زه هوسا کړم.»

د فرانتس د ژوندانه پر مهال د هغه د داستانونو له جملې خورا کمه اندازه خپره شوه. له مسخې ناولګوټي نه پرته بل هېڅ ناول يې بشپړ نه دی، ځکه ناارامې اروا يې ژر له کوچنی او ناڅيزه کالبد نه ووته.کافکا د ژوند پر مهال خپل نېژدې ملګري ماکس بروډ ته وصیت کړی و، چې ټول ناخپاره شوي آثار یې وسوځوي؛ خو بروډ د هغه وصیت ته غوږ کېنښود او واړه يې خپاره کړل. یوازې د کافکا معشوقې دوریا دیامنت د نوموړي پر وصیت عمل وکړ او د کافکا ۲۰ د خاطرو کتابچې او ۳۵ لیکونه يې پټ کړل، چې تر اوسه د دغه نادرک شویو آثارو پلټنه روانه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *