خبریال: میرویس جلالزی- د بریټانیا صدراعظم ډیوید کامرون په دې نیوکه کړې چې د بریټانیا دولت د هغو افغان ژباړونکو کیسونه رد کړي چې د طالبانو او نورو افراطي ډلو څخه تښتیدلي دي.
کامرون دا کار د بریټانیا پر نړیوال ماموریت منفي اغیز شیندونکی بللی دی.
ډیوید کامرون همدا راز پر امریکا او د ناټو پر غړو اوهمکارو هیوادونو غږ کړی چې له هغو افغانانو سره هر راز مرسته وکړي چې له دوی سره یې په سختو شرایطو کې په افغانستان کې همکاري کړې ده.
نوموړي وروسته تر هغه دا غږ پورته کړی چې د شفیع په نامه د بریټانوي ځواکونو د یوه افغان ژباړونکي کیس په لندن کې و نه منل شو په داسي حال کې چې د کامرون په خبره شفیع له افغانستانه په تیښته بریالی شوی او کورنۍ يې هم له خطر سره مخامخ ده .
شفیع ډیلي میل ورځپاڼي ته ویلي چې لومړی یي د افغانستان له سویله کابل او وروسته له کابل یوه او بل ځای ته د طالبانو له ویرې کډه بار کړيې او اوس یې هم کورنۍ په کابل کې په ویره کې ژوند کوي او له ډاره چا ته خپل ځای نه شي ښولای.
دا ښايي یوزاي شفیع نه بلکې د هغه په څیر په سلګونو او یا هم زرګونو افغانان وي چې له ورته حالت سره مخامخ دي او په دې تمه دي چې څه وخت یې بهرني همکاران کیسونه مني او له افغانستانه ورسره په وتلو کې مرسته کوي.
د بریټانیا د پوځ یوه قوماندان جاني میرسر ډیلي میل ورځپاڼي ته ویلي چې دی د شفیع د کیس په ردیدلو خواشینی دی او په ټوله کې وايي چې افغان همکاران ډیر میړني ول او له هغوی سره باید څومره چې کیدای شي مرسته وشي.
په همدې حال کې د بریټانیا دولت سربیره د امریکې او استرالیا په ګډون د ناټو یو شمیر نور غړي هم د افغان ژباړونکو او همکارانو له لوري له نیوکو سره مخامخ دي.
هغوی وايی که دوي هیر شي نو دوي او کورنۍ به یي د طالبانو له لوري د افغانستان په هره برخه حتی په پلازمینه کابل کې هم ووژل شي.
د امریکا دولت د نږدې ۱۳۰۰۰ افغانانو کیسونه اوس تر لاس لاندي لري او پرې کار کوي.
په همدې حال کې نوي زیلاند، ناروي، بلجیم او آلمان هم یو شمیر خپل افغان همکاران او د هغوي کورنۍ له افغانستانه ایستلي دي او اسټرالیا هم په ورته پلان کار کوي.