تاند- د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون وايي چې د افغانستان او پاکستان د تروریزم تر ګواښ د سوریې د ترهګرۍ ګواښ زیات خطرناک دی.

کامرون له سوریې څخه بریتانیا ته د جهادیانو د ستنېدو د خطر په وړاندې خبرداری ورکړ.

د بریتانیا صدراعظم د سوریې د پاشل شوي هیواد د کورنۍ جګړې د اغېزو په اړه په خپلو تر ټولو په توندو او سختو څرګندونو کې وویل، د بریتانیا پولیسو او امنیتي ادارو ته پکار ده چې د تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره سختې هلې ځلې وکړي.

صدراعظم کامرون، د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د جي ۷ یا د ۷ سترو صنعتي هیوادونو په سرمشریزه کې له ولسمشر بارک اوباما سره تر کتنې مخکې وویل:«موږ باید د سوریې له دغه تروریستي خطر سره مقابله وکړو. دا اوس زموږ لپاره تر ټولو لوی خطر دی، حتي تر هغه څه چې په افغانستان یا پاکستان کې پېښېږي ستر دی. د دې خطر د مخنیوي لپاره باید زیات پولیس، امنیتي ادارې او حکومت فعال کړو. دوی باید دلته په بریتانیا کې د تروریستي اعمالو پر څرک لګولو تمرکز وکړي.»

په بریتانیا کې د سوریې د جهادیانو د حملو د خطر په اړه اندېښنې وروسته له دې ډېرې شوې چې په فرانسې کې په یوه یهودي مېشته سیمه کې د درو تنو د وژلو په تور د مهدي په نوم یو مسلمان ونیول شو.

بریتانیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر خورا لږ کړی، جنګي عملیات، ګزمې او پوځي اډې یې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي او اعلان یې کړی چې د سږ کال (۲۰۱۴) تر پایه به ټول پوځیان له افغانستانه وباسي.

حاضردمه بریتانیايي پوځیان یوازې باستین کمپ په کنترول کې لري خو له هغه څخه یې هم د خپلو عسکرو او وسایلو ایستل پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *