تاند- د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون د پاکستان صدراعظم ته بلنه ورکړه چې د راتلونکې نوومبر په وروستیو کې په لندن کې د افغانستان په نړیوالو کنفرانس کې ګډون وکړي.
نوازشریف ته همداراز بلنه ورکړای شوې وه چې به چین کې د افغانستان د استانبول د کنفرانسونو د سږ کال په غونډه کې ګډون وکړي خو نوازشریف پتېیلې ده چې د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز بېجنګ ته ولېږي.
د بریتانیا صدراعظم کامرون نن نوازشریف ته ټېلفون وکړ او له هغه یې وغوښتل چې د نوومبر په درېمه اوونۍ په لندن کې د افغانستان په کنفراننس کې برخه واخلي.
د پاکستان د صدراعظم ویندوی محی الدین واني وویل:«د لندن کنفرانس د بریتانیا د صدراعظم دیوید کامرون او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني احمدزي په ریاست جوړېږي، په دې کنفرانس کې به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو بیا پخلی وشي.»
ښاغلي کامرون له نوازشریف سره په خبرو کې د جنګ ځپلي افغانستان په سوله او ثبات کې د پاکستان رول ډېر مهم وباله.
د نوازشریف د ویندوی په وینا ډیویډ کامرون وویل:«د افغانستان د یوه خورا مهم ګاونډي په توګه تر ټولو په لوړه کچه د پاکستان ګډون به په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې د پاکستان ژمنه وښيي.»
د نواز شریف ویندوی وویل چې د لندن په کنفرانس کې د پاکستان د صدراعظم ګډون به د دې تر څنګ چې له اشرف غني احمدزي سره به د کتنې چانس برابر کړي دا موقع به هم برابره کړي چې دوه مشران د بریتانیا او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړي.
دا خو د دوی وړوکي بچک دی ، ولی به یی نه وربولی