تاند- د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون نن د افغانستان د سفر په ترڅ کې له طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ وکړ.
کامرون په کابل کې له ولسمشر کرزي سره تر کتنې مخکې هلمند ته لاړ او هلته یې له خپلو پوځیانو سره وکتل.
ده په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:«یو فرصت پیدا شوی دی، زه له ټولو هغو کسانو، چې له جګړې لاس اخلي، اساسي قانون مني، د دغه هیواد د سوکاله راتلونکې غوښتونکي دي، غوښتنه کوم چې له دې موقع ګټه واخلي.»
ده همداراز وویل:« طالبان دې نتیجې ته د رسېدو په حال کې دي چې د ترور او وژنو له لارې واک نه شي ترلاسه کولی مګر دا چې وسله په مځکه کښېږدي او په سیاسي بهیر کې داخل شي.»
په قطر کې د طالبانو دفتر، چې د روان جون په اتلسمه پرانستل شو، په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره هیلې غوړولي دي.
که څه هم د دغه دفتر د پرانستلو د څرنګوالي پر سر جنجالونه رامنځته شوي خو ډېر افغانان له ښکېلو خواوو غواړي چې لویې ملې ګټې تر وړو مسلو جار نه کړي.
کامرون د طالبانو د وروستیو څرګندونو په اړه وویل:«څه چې هیلې غوړوي د طالبانو وروستۍ څرګندونې او اعلامیې دي چې پکې ویل شوي چې نورو هیوادونو ته به ګواښ نه پېښوي.»
طالبانو په وروستیو دوو کلونو کې په ځلونو ویلي چې دوی نه غواړي چې له افغانستانه د نړۍ د بل هیواد پرضد کار واخیستل شي.
طالبانو د قطر د دفتر د پرانستلو په ورځ پر خپل دې دریځ یوځل بیا ټینګار وکړ. ظاهراً طالبانو دا خبره د امریکا د هغې غوښتنې په ځواب کې وکړه چې طالبان دې له القاعده سره اړیکې وشلوي.
ټاکل شوې ذه چې کامرون ژر پاکستان ته لاړ شي او د دغه هیواد له نوي صدراعظم نوازشریف او ولسمشر اصف علي زرداري سره وویني.
له کامرون سره په ګډه خبري غونډه کې د ولسمشر کرزي څرګندونې