د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون په یوه نااعلان شوي سفر نن افغانستان ته وراورسېد او په هلمند کې یې له خپلو پوځیانو سره وکتل.

له صدراعظم کامرون سره په دې سفر کې د انګلیستان او لیورپول د فوټبال پخوانی نامتو لوبغاړی مایکل اوین ملګری دی.

د اسوشیتد پریس خبري اژانس د راپور له مخې کامرون وویل، ډاډه دی چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه به لاسلیک شي او نړیوال ځواکونه به اجازه ومومي چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

کامرون په هلمند کې بسټین کمپ ته لاړ چې تر کرسمیس مخکې له بریتانوي پوځیانو سره وویني.

ده ټینګار وکړ چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه هم د افغانستان او هم ناټو په ګټه ده او له همدې کبله مطمینه دی چې له یو لړ خبرواترو وروسته به لاسلیک شي.

کامرون په هلمند کې بریتانیايي پوځیانو ته وویل، بریتانیا به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د خپلو ټولو محاربو پوځیانو د ایستلو په برخه کې پر خپل مهالوېش عمل وکړي.

د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو په صورت کې ناټو هم له افغانستان سره ورته موافقه لاسلیکوي. که امریکا او افغانستان موافقه لاسلیک نه کړي د امریکا ترڅنګ د ناټو نور غړي هم په افغانستان کې له ۲۰۱۴ وروسته پوځیان نه شي ساتلی.

څرګنده نه ده چې کامرون د دې سفر په لړ کې له ولسمشر حکرزي سره د خبرو لپاره کابل ته ځي او که نه ځي.

One thought on “کامرون په هلمند کې وویل، امنیتي موافقه به لاسلیک شي”
  1. نه پوهیږم چی څومره یی خپل بولی زموږ ملک زموږ خاوره او زموږ کور ددی با وجود دانګریزان صدراعظم راځی او زموږ صدراعظم نه شی ګرزیدای دانګلستان او دکفارو ډیر ډیر غټ غټ کسان راتلای شی او هغو ته اجازه شته پر هغو ځان مرګی نه کیږی او دملک پر یو غریب روزانه ولا ځان مرګی کیږی هغه هم دافغانستان په یو داسی ولایت کی هغه لکه هلمند نه پوهیږم نه پوهیږم دا هم دقانع صاحب دغوښتنو سه یو ارمان وو چی پوره شو کوم چی تا په تیرو وختو کی ارمان دانګریزانو او خاریجانو درلودی دادی ورځ په ورځ پوره کیږی ته او ګلبدین په دغه ځان کی دمفکوری مخالف واست چی تا دغه حالت غوښت او غواړی یی او هغه نه غوښت او اوس هم نه غوړی خپل پراولینه خبره ولاړ دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *