ناکامۍ ته مه خفه کېږئ، ځکه چې ډېر فیلسوفان او عالمان له ډېرو ناکامیو وروسته د کامیابیو پړاوونه ووهلي دي.
که کامیابي ته سړی خوشحالیږي، نو دا د ناکامۍ برکت دی. ځینو شیانو ته خفه کیږو او داسې فکر کوو چې تاوان به مو پکې وي، خو امکان لري، چې د تقدیر په فلسفه کې مو په هغه کار کې ګټه وي.

بریټس ګلس وایي: ( بریا ښه ده چې ویي لمانځو، خو ډېره مهمه دا ده چې د ناکامۍ درسونه هم رعایت کړو. ځینې خلک د خپلو بریاوو راز ناکامي ګڼي.

هو! د کامیابیو پر ځای ناکامي ولمانځۍ او د خوشحالیو پر ځای خفګانونه.

که ناکامي نه وي د کامیابیوپه قدر نه شو پوهیدلای او که خفګانونه نه وي، د خوشحالیو احساس نه شو کولای.

مایکل جورډن نامتو امیریکایي بایسکټ بالر وایي: ( زه ځکه بریالی شوم چې ما بیا بیا ناکامي ولیده.)، د نړۍ مشهور پهلوان تختي څو څو ځلي د المپیک په سیالو کې د ناکامۍ سره مخامخ شو، خو وروسته د نړیوال ستوری شو.

ای خلکو! د الله تعالی په تقدیر ایمان ولرئ، او د قضا او قدر په فلسفه کې چې څه لیکل شوي وي، زموږ او ستاسو په ګټه دی.

که خوشحالي وي او که خفګان وي، کامیابي وي او که ناکامي وي، ژوند وي او که مرګ وي.

مشهور فزیک پوه نهه نوي ځله هڅه وکړه چې خپله تجربه ثابته کړي، خو په سلم ځل کامیاب شو.

د کامیابي پیدایښت د ناکامۍ د تخم په زرغونیدو کې وي. د انسان په هر پړاو کې ناکامي شته، خو کامیابي ورسره تړلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *