تاند، جمعه، د ثور ۵مه: په کابل کې د کاناډا سفارت په یو بې ساري اقدام کې اعلامیه خپره کړې او په افغانستان کې د سیاستوالو د روانو اختلافاتو د چټک حل غوښتنه یې کړې ده.
د کاناډا سفارت ویلي، روان وضعیت د حکومتولۍ مخه نیسي، د سولې پروسې ته زیان رسوي او د کورونا پر ضد مبارزه کې خنډونه جوړوي.
اعلامیه کاږي چې کاناډا د افغانستان د اختلافاتو له ټولو اړخونو غواړي چې د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونیسي، خپلې ګټې شاته وغورځوي او اختلافونه حل کړي: (( کاناډا د افغانستان سیاسي وضعیت له نږدې څاري موږ د یو موټي او ځوابګویه حکومت غوښتونکي یوو، تر څو له نړیوالو مرستو څخه د پرمختګ لپاره مؤثره استفاده وکړي.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ګڼو نورو هیوادونو هم په افغانستان کې د ارګ او سپېدار د اختلافاتو د حل غوښتنه کړې وه، خو کاناډا په کمساري ډول دا غبرګون ښودلی دی.
ویل کېږي چې عبدالله عبدالله حاضر دی د ولسمشر لخوا ورته وړاندیز شوې د مصالحې شورا مشري ومني، خو اوس د ده د ډلې تر منځ ژور اختلاف د داسې یوې هوکړې مخه نیولې ده.