د کاناډا دفاع وزیر

تاند- د کاناډا دفاع وزیر هارجیت سجن پرون /یکشنبه/ وویل، ناټو ورڅخه غوښتي چې افغانستان ته روزونکي واستوي.

ښاغلي سجن یوې خبري غونډې ته وویل، ناټو د کاناډا له حکومته غوښتي چې د افغان پولیسو د روزلو لپاره افغانستان ته روزونکي ولېږي.

ده چې د کاناډا د دفاع وزارت پر لس کلنې دفاعي پالیسۍ د بحث لپاره په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وویل چې د کاناډا اصلي تمرکز به په عراق کې وي خو د افغانستان د پرمختیايي چارو او د امنیتي ځواکونو لپاره مالي مرستې نه سپموي.

ده وویل«زموږ ځواکونه اوس د عراق او سیمې په ماموریت بوخت دي. موږ به دې ماموریت ته نور هم دوام ورکړو.»

سجن وویل، کاناډا  به له دې سره سره د درو نورو کلونو لپاره د افغانستان مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د افغانستان د ماموریت په لړ کې ۱۵۸ کاناډايي پوځیان وژل شوی دي.

دغه راز په افغانستان کې یو کاناډايي دیپلومات وژل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ