تاند- کاناډايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د لږ شمېر پاتې کاناډايي پوځیانو اکثریت به په راتلونکو څو اوونیو کې خپل هیواد ته ورشي خو ځیني وسایل به یې په کندهار کې بند پاتې وي.

په افغانستان کې د کاناډا له ۶۰۰ روزونکو څخه به پنخه سوه په راتلونکو څو اوونیو کې ووځي او پاتې شاوخوا سل تنه به د مارچ په نیمايي (د ۱۳۹۳ لمریز کال په لومړیو) کې له افغانستانه ووځي.

دا پرېکړه نژدې درې کاله پخوا د کاناډا فدرالي حکومت کړې وه.

خو د کاناډايي پوځیانو لپاره به تر ټولو سخت کار د خپلو ټولو پوځیانو د پاتې وسایلو او تجهیزاتو ایستل وي.

په تېرو ددولس کلونو کې شاوخوا څلوېښت زره کاناډايي پوځیانو په افغانستان کې په نوبت د ماموریت دوره تېره کړې ده.

دوی له کاناډا څخه د افغانستان جنوب ته نژدې سل بحري کانتینرونه مال او وسایل وړی دی.

په افغانستان کې د کاناډايي پوځیانو حربي ماموریت کابو دېرش میاشتې پخوا پای ته ورسېد.

کاناډايي چارواکي وايي چې د دوی اکثره روزونکي به د کریسمیس په مهال خپل هیواد ته ورسېږي. یو شمېر نور به په جنورۍ کې له کندهاره کابل ته لاړ شي او بالاخره به سل تنه کاناډايي روزونکي د څو نورو میاشتو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

په افغانستان کې د کاناډايي پوخیانو د ماموریت په موده کې ټولټال ۱۵۸ تنه کاناډايي پوځیان ووژل شول. دوی د ۲۰۰۲ کال په لومړیو کې په کندهار کې په کوچنۍ پیمانه ماموریت پیل کړ. په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ کې یې په کابل کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړ او وروسته کندهار ته ولېږدول شول خو په ۲۰۱۱ کې یې په کندهار کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه.

ځواب دلته پرېږدئ