تاند- د کاناډا حکومت اعلان وکړ چې څه باندې یو ملیون بهرنیانو ته تابعیت ورکوي.
د کاناډا حکومت وايي چې د هر هیواد اتباع چې د دوی له لوري په ټاکل شویو اصولو برابر وختل، تابعت ورکوي.
د کاناډا د مهاجرت یا ایمایګرېشن وزیر احمد حسین ویلي چې په راتلونکو ۳ کلونو کې د تقاعد کېدونکو کدرونو پر ځای ځوانانو ته اړتیا لري.
د دې پروګرام پر اساس به په راتلونکو ۳ کلونو کې څه باندې یو ملیون بهرنیان ومنل شي.
په پام کې ده چې په ۲۰۱۸ م کال ۳ لکه ۱۰ زره، په ۲۰۱۹ م کال ۳ لکه ۳۰ زره او په ۲۰۲۰ م کال ۳ لکه ۴۰ زره تنه ومنل شي.
د نورو ملیتونو په شان افغانان هم له دې فرصته استفاده کولی شي خو اکثره افغانان له دې کبله چې د کاناډا په رسمي ژبو انګلیسي یا فرانسوي ژبه نه پوهېږي او له بلې خوا مسلکونه یې نه دي زده، د کاناډا د تابعیت لږ چانس لري خو د دې په مقابل کې د نورو هیوادونو اتباع په اسانه د کاناډا د مهاجرت چانس ترلاسه کوي ځکه چې د کاناډا له شرایطو ځان خبروي، مخکې تر مخکې ژبه زده کوي او هغه مسلکونه زده کوي چې د کاناډا د مهاجرت د وزارت د اړتیاوو په لیست کې یې یادونه شوې وي.
هر کال د کاناډا ضرورتونه تغییر کوي. ممکن یو کال زیاتو انجنیرانو یا نجارانو ته اړتیا ولري، او بل کال ویلډنګ کاران یا نرسان ورته پکار وي.
دوی مخکې تر مخکې اعلان کوي چې څه ډول کسانو ته زیاته اړتیا لري.
د کاناډا د مهاجرت د شرایطو د کتلو لپاره دا (پاڼه) کلکه کړئ