تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۸مه: د کاناډا د کډوالو ادارې یوه افغانه ډاکټره سیده احمدي چې د نجونو د بکارت په ټېسټ کولو تورنه ده، بشري جنایت کوونکې بللې او نږدې وختونو کې به یې له خپل هیواده اخراج کړي.

سیده احمدي تر دې وړاندې په بلخ کې اوسېده او د مزارشریف په ابوعلي سینا بلخي روغتون کې مؤظفه وه خو په ۲۰۱۷ کال کاناډا ته ولاړه.

نوموړې د پناه غوښتنې د اسنادو د طی مراحلو پر مهال ویلي ووچې په افغانستان کې یې د نجونو د بکارت ټېسټ کول دولتي دنده لرله او تر لسو څخه زیاتې نجونې یې معاینه کړې دي.

ډاکټرې سیده احمدي ویلي، په بلخ کې یې د ثریا په نوم یوه داسې نجلۍ هم معاینه کړې وه چې بکارت یې مات شوی او په ۷ کاله زندان محکومه شوې وه، له همدې کبله ورته د ثریا کورنۍ د مرګ ګواښونه پیل کړل او دا مجبوره شوه چې کاناډا ته ولاړه شي.

اوس د کاناډا د وینکوور ښار محکمې پریکړه کړې چې دغې ښځې بشري جنایت تر سره کړی دی، ځکه د بکارت معاینه د دوی په وینا یو ډول شکنجه او جنایت دی، نو له همدې کبله دغه میرمن باید له کاناډا څخه وویستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *