طبيعي سرچينې زموږ د شاوخوا ټولو هغو ژونديو او ناژونديو شتمنيو څخه عبارت دي  چې موږ ترې په دوديز ډول  ګټه پورته  کوو يا ټولې  هغه شتمنۍ چې د بشر په لاس نه دي جوړ بلکې په قدرتي ډول د الهي ډالۍ په توګه زموږ شاوخوا ليدل کيږي او موږ ته د پيژندلو،پوهيدولو او په هغو د لاسبري وړ دي.په طبعي سرچينو کې کرنيزې ځمکې،ځنګلونه،اوبه ،کانونه،باد،د لمر وړانګې،د هوا څپې او حتآ د ځمکې د جاذبې قوه هم شامله ده چې د هيوادنو د اقتصادي پرمختګ عامل ګڼل کيږي چې هريو يې د هيوادنو په پرمختګ کې ځانګړی ځای لري،کانونه د طبعي سرچينو هغه برخه ده چې ځمکې لاندې پټه  او ډير اقتصادي ارزښت لري.افغانستان  24 ډوله  بيلابيل  کانونه لري او دناسپړل شويو طبعي زيرمو له کبله د نړۍ له بډايو هيوادونو څخه ګڼل کيږي . د افغانستان  مهم کانونه عبارت دي له :

  1. ډبرو سکاره: د ډبرو سکاره د هيواد په  بيلا بيلو  سيمو کې چې شمير يې 47  ته سريږي تثبيت شوی او مقدارې يې 300-500 ميليون ټنه تخمين شوی دی . له ډبرو سکارو څخه د فولادو،اوسپنۍ په ويلې کيدو،دکورونو په ګرمولو،خښتو پخولو او حرارتي انرژي په توليد  کې ترې کار اخيستل کيږي.
  2. نفت او ګاز:افغانستان  د نفتو او ګازو له پلوه هم  يو غني هيواد دی چې د هيواد په اقتصاد کې اساسي ونډه لري .افغانستان 1.5تريليونه متره مکعب ګاز او 95 ميليون بيرله تيل لري خو له بده مرغه  اوسمهال افغانستان د نفتو او ګازو  دلاسته راوړلو لپاره ميليونه ډالره په لګښت رسوي .که د افغانستان د تيلو زيرمې وسپړل شي نود هيواد دسوداګرۍ دورکړې بيلانس د کسر په  لمنځه وړلوکې به  ډير ګټور  ثابت شي خو که د طبيعي ګازو په هکله خبرې کوو نوافغانستان  دومره طبيعي ګازو  لري چې د هيواد د کورنيو اړتياوو تر څنګ به ډير صادرات هم ولرو چې په تيرو وختونو کې موږ د سل ميليونو ډالرو په ارزښت طبيعې ګاز  پخواني شوروي اتحاد ته صادرول.
  3. اوسپنه:افغانستان  داوسپنې له پلوه هم ډير ستر کانونه لري چې د باميانو د حاجګک کان  د يادونې وړ دی او کابو 109 ميليون ټنه اوسپنه لري همدارنګه يو شمير نور کانونه  چې شمير يې 10 لسو ته رسيږي د هيواد په بيلا بيلو سيمو کې شتون لري.د افغانستان   د اوسپنې دکانونو  راسپړلو سره سم به په هيواد د ماشيني رغاو(صنعت) په برخه کې اوښتون رامنځته شي. ځکه په موږ په هيواد کې په کافي اندازه د سکارو ډبرې لرو  چې د اوسپنې د ويلې کيدو ځانګړتيا هم لري.په هيواد کې به بيلا بيل فلزي (ماشين الات)توکي  په خپله  توليد کړو د ټولو وارداتي ماشين الاتو او نورو  فلزي توکو مخه به ونيول شي چې د سوداګرۍ د ورکړۍ کسر به تر ډيره بريده له منځه لاړ شي اوسمهال د فلزاتو په برخه کې 130 فابريکې کار کوي چې د هيواد د اړتياوو 70سلمه په خپله هيواد کې توليديږي.
  4. مس: د افغانستان د مسو زيرمې د نړۍ د سترو زيرمو څخه ګڼل کيږي.افغانستان د مسو ١٧ ميليونه ټنه زېرمې لري او که ګټه ترې واخيستل شي، افغانستان به په نړۍ کې د مسو د سترو صادروونکو هېوادونو په ډله کې راشي .د افغانستان د کانونو وزارت د سروې او جيولوجۍ رياست وايي، چې د افغانستان په ٢٤٢ بېلابېلو سيمو کې د مسو کانونه شته، چې له دې جملې شپږ يې(  لوګر، هرات، کابل او زابل ) د هېواد په کچه تر ټولو ستر کانونه په ګوته شوي دي.په همدې حال کې د امريکا دفاع وزارت يوه ځمکپېژندونکي ويلي، چې که د افغانستان مس را وسپړل شي، نو د نړۍ د مسو ستر صادروونکي هېواد چيلي ځاى به ونيسي. د افغانستان د مسو  تر ټولو ستره زيرمه   د لوګر د مسو عينکو کان دی  12 ميليون ټنه مس لري  چې اوسمهال يې د سپړلو چارې يو چينايي شرکت چې  ام سي سي نوميږي مخته وړي او ټاکل شوی چې ياده کمپنۍ به په دغه کان کې 8.2 ميليارده امريکايي ډالره پانګونه وکړي.
  5. مالګه: افغانستان د مالګې د کانونو او رسوبي مالګې له پلوه هم ډير غني دی چې  درې ځايه ډبري مالګه او اته ځايه رسوبي مالګه  لري  چې تر ټولو ستر ه زيرمه يې د تالقانو د تاقچه کان دی .د دې کان اندازه  130ميليون ټنه  اټکل شوې ده  د دغه کان په هکله ويل کيږي که  د راويستلو په وخت کې يې پنځوس سلمه تاوان هم قبول کړو نو داوسنيو اړتياوو  مطابق به دراتلونکو 1300 کالو لپاره  بسنه وکړي.
  6. قيمتي کاڼې: د هيواد قيمتي کاڼې هم د هيواد په اقتصاد کې اساسي ونډه لري چې افغانستان بيلا بيل قيمتي کاڼې د سارې  په ډول لاجورد،زمرود،ياقوت،لعل،د شامقصود ډبرې او نورې لري. چې د هيواد صادراتو يو برخه او د هيواد په بهرنۍ سوداګرۍ کې مهمه ونډه لري.
  7. تالک:تالک هم د هيواد په  ختيځ ولايت ننګرهار کې شتون لري چې په سينګار کې ترې کار اخيستل کيږی  په دې برخه کې هم واردات لرو که دې کان ته  پاملرنه وشي نو دې سينګاري توکو د واردولو مخه به هم ونيول شي.

د افغانستان د طبيعي زېرمو په اړه د امريکا ددفاع وزارت څېړنې ښيي، چې افغانستان د زرو ميليارده ډالرو په ارزښت نا سپړل شوي کانونه لري، خو د هېواد د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې دغه ارزښته د ٣ زره ميليارده ډالره ښودل شوی  او که د نفتو په ګډون له ټولو طبيعي زېرمو څخه ګټه واخيستل شي، افغانستان به هر کال له دې درکه ٥ ميليارده ډالره عوايد لاسته راوړي . خو په هيواد کې د کانونو په اړه پوهان دغه ارزښت نه مني ، هغوی دعوه لري  دغه پلټنه  يوازې د هيواد په  ديرش سلمه خاوره  تر سره شوې ده . همدرانګه د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني  وايي چې افغانستان به له خپلو كانونو څخه تر 2016ز كاله پورې په كلني ډول تر يونيم ميليارد ډالرو زيات عايد ولري او 150 زرو كسانو ته به د كار زمينه برابره كړي.له بلې خوا بهرنيان هم ډير ليواله دي تر څود هيواد په کانونو کې پانګونه وکړي .د تاريخي اسنادو له مخې په هيواد کې سرو زرو ،مسو،سرب،سپين زر ،جست او يو شمير قيمتي کاڼو به ډيره لږه اندازه ګټه پورته شوی خو په دې وروستيو کې افغان حکومت يو شمير قراداونه د هيواد کانونو د استخراج په برخه کې له څو نړيوالو شرکتونو سره کړي چې  د يو شمير اقتصاد پوهانو او مدني ټولنو له  مخالفت  مخ شوي    او په دې اړه  وايي چې د دغو  تړونونو 95سلمه ګټه د بهرنيو شرکتونو او کورنيو مفسدينو جېبونو ته ځي..دوی وايي کوم تړونونه چې تر اوسه شوی يوازې پنځه سلمه ګټه يې افغان ولس ته رسيږي پاتې نوره يې د بهرنيو شرکتونو او کورنيو مفسيدينو تر منځ ويشل کيږي .دا په داسې حال کې ده چې د کانونو وزير وحيدالله شهراني ويلي چې د مسو ،سروزرو او تيلو په شپږو کانونو( په نفتي حوزه کې د افغان – تاجک دوه بلاکه، د غزني په مقر ولسوالۍ کې د زرکشان د سرو زرو او مسو کان، د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو کان، په سرپل کې د بلخاب د مسو کان او د هرات په پښتون زرغون او ادرسکن ولسواليو کې د شيدا د مسو  ) کې د پانګونې لپاره بهرنيو پانکوالو ليوالتيا ښوودلې ده.او کيدايي شي چې دغه تړونونه په نژدې راتلونکي کې لاسليک شي.

د کانونو د نوو تړونونو خبره په داسې حال کې راپورته شوې چې د کانونو په وزارت په ځانګړي ډول د کانونو په قراردادونو کې د پراخ فساد په اړه راپورونه خپاره شوي دي. رسنيو د خپلو سرچينو د معلوماتو پر بنسټ ادعا کړې چې افغانستان يوازې د حاجي ګک کان په٣٠ کلن تړون کې ٣٧ ميليارده ډالره زيان کړى دى. دغه راز ويل کېږي چې د هېواد د لسګونو کانونو قراردادونه د قانون خلاف ورکړل شوي او افغان لوري په کې ډېر لوى زيان کړى دى.که چيرې د هيواد کانونه همداسې په بی کفايتی او نا مناسب ډول استخراج شي نو هيواد به په راتلونکي کې  له يو لوي  اقتصادي ناورين سره مخ شي چې ورسره به افغانستان تل د وروسته پاتې هيوادنو په قطار کې راشي .

 .

One thought on “کانونه د افغانانو وروستۍ هيلې / محمد داوود نیازی”
  1. نيازی صاحب په علميت او قلم دی برکت واقعا چی ډيرو ښو او په زړه پورو موضوعانو ته دې اشاره کړي, مونږ افغانان په کنج ناست يو او متاسفانه نورو ته مو لاسونه اوږده کړي دي, نه پوهيږم چی مونږ به کله د اقتصاد له پلوه هوسا او بسانده شو, دې ته به تاريخ ځواب ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *