تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۹مه: د کانونو وزارت په ټول هېواد کې د لسو کانونو د استخراج د کار پيلولو خبر ورکوي.
د کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، د استخراج لپاره ټاکل شوي کانونه زیاتره د شوکاڼي، ټیله ډبرې، کرومایټ او د مالګې دي چې په اړه یې د ۶ کانونو قراردادونه شوي دي او ۱۴ قراردادونه به ژر تکمیل شي.
نوموړی زیاتوي په ۲۹ ولایتونو کې ۱۴۷ نور هغه کانونه د استخراج لپاره ټاکل شوي دي چې د ودانیزو چارو په برخه کې ګټور دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني په تېرو ۵ کلونو کې د کانونو د نه استخراج په چاره کې تر نیوکې لاندې و، خو ولسمشر بیا ویلي حکومت یې غواړي لومړی د کانونو استخراج ته غوره لارې چارې ولټوي او بیا په دې اړه د افغانستان بند موټی خلاص کړي.